د سولې ولسي حرکت دننه څه روان دي؟/ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د سولې ولسي حرکت چې له جوړېدو یې څه باندې یو نیم کال تېرېږي، له پيله یې د جوړښت، تمویل او اهدافو په تړاو شکونه موجود وو، ځینې په دې باور وو چې د سولې ولسي حرکت په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي جنرال نیکولسن په امر «په طالبانو باندې د نظامي فشار تر څنګ د ولسي او ټولنیز فشار» د پلې کولو په خاطر جوړ شو چې؛ له امله یې ډېرو یاد حرکت ته  د نیکولسني حرکت نوم ورکړ.

د هلمند ولایت یو دیني عالم «بشیر احمد الحنفي»  چې دا مهال په مصر کې مېشت دی وايي، د امریکا د سفارت له لوري ورته زنګ ووهل شو او ترې وغوښتل شول څو د سولې د ولسي حرکت سره مرسته وکړي او بریالیتوب ته یې ورسوي.

طالبانو هم د یاد حرکت په اړه منفي تبصره درلوده، ددوی په وینا د سولې ولسي حرکت د امریکا د سفارت له لوري تمویلېږي او د هغوی له لوري اوامر ورته رسېږي.

څه موده وړاندې کله چې د یاد حرکت غړي د طالبانو تر ولکې لاندې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته ننوتل د طالبانو له لوري ونیول شول او تر څو ورځني بند وروسته له دې ژمنې سره خلاص شول چې، بیا به ددوی تر واک لاندې سیمو ته پرته له اجازې نه ورځي هلته به غونډې نه جوړوي او د هر څه په تړاو به د قطر له سیاسي دفتر سره اړیکه نیسي.

همدا اوس تازه ددې حرکت د پیل یوه غړي چې له تېر  یو نیم کال راهیسې د سولې له ولسي حرکت سره فعال وو، داسې څرګندونې کړي چې د ولسي حرکت په تړاو شته شکونه تر حقیقته رسوي او څرګندوي چې، د یاد حرکت غړي په رښتیا هم د بهرنیو سفارتونو له لوري تمویلېږي.

نابینا زهیر احمد زنداني په خپله وروستۍ ویډیو کې چې نن خپره شوه ددې حرکت په تړاو له مهمو رازونو پرده پورته کړه چې، دلته یې یو څرګندونو ته تم کېږو.

زهیر احمد وايي، د سولې ولسي حرکت د بسم الله وطندوست، باچا مولاداد، اقبال خیبر او حاجي محمد نېکزاده له لوري یرغمل شوی او یاد څلور نفره غړي په ټول حرکت معامله کوي او له بهرنیو سفارتونو او مبهمو کسانو سره اړیکې لري او له هغوی پیسې اخلي.

زهیر زیاتوي « د سولې له ولسي حرکت یې ځکه استعفا ورکړه چې دې حرکت ګڼې نیمګړتیاوې درلودي او کړنې یې هسې د ولس په سترګو کې خاورې شیندل وو، ددې حرکت ځيني غړي ولاړل اسمان ته وختل، موټرونه یې پيدا کړل خو موږ اقلا غونډو ته د تګ کرایه نه درلوده، موږ تر سخت فشار لاندې وو او څه مو نشوای ویلای خو بالاخره ؛ زه وتوانیدم له دوی لاره جلا کړم ».

د نوموړي په خبره، زموږ ټول مصارف د ولس له منځه وو او په دې سربېره زموږ سره ولس سترې مرستې کولې، ډېرو مرسته کوونکو له دوه سوه زرو افغانیو څخه ان تر دوولس سوه زرو افغانیو پورې موږ ته راکولې او په اخر کې موږ شکمن شوو چې، اخر دا دومره روپۍ څه شوې، کله چې موږ غوښتل تفتیش وکړو د حرکت مشر موږ ته ویل چې ته تفتیش نشې کولای، نو دوی په هماغه پیسو باندې په خارج کې موټران واخستل او اوس یې په بهر کې خلګ چلوي، اقبال خیبر ورباندې کلینیک خلاص کړ، بسم الله وطندوست موټر پکې واخست او یو تلیفون یې په ۲۷۰ زره افغانیو واخست چې اوس هم ورسره دی، موږ کابل ته په پښو تللي وو خو هغه په طیاره کې راغلی او د ګوند ویاند شو.

زهیر ادعا لري چې؛ ولسي حرکت په طالبانو پسې بې بنسټه تبلیغات کوي ، د طالبانو او حکومت تر منځ شته فاصله نوره هم پراخوي او طالبان د ښامار په توګه معرفي کوي، د زهیر له قوله طالبانو په موسی کلا ولسوالۍ کې دده له ملګرو سره هیڅ د سولې په تړاو خبرې نه دي کړي او دا هر څه درواغ وو.

زهیر وایي، نوموړی د حقایقو د څرګندولو له کبله تر څارنې لاندې دی او په لښکر ګاه ښار کې بند پاتې دی ځکه د ولسي حرکت یو شمېر غړي له استخباراتي کړیو سره اړیکې لري او د کابل-کندهار په لویه لاره موټر ګوري چې څوک پکې ځي.

نوموړی وایي، طالبان او حکومت هیڅ راز دښمني ورسره نلري او که هر ډول زیان ورته ورسېد د سولې ولسي حرکت به یې پړه په غاړه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد پښتون
میلمه
احمد پښتون

ځوک که له پردیو پروژو بد وړې نو روانه جګړه تر ټولو بربنډه، خونړۍ او د خدای په لعنت ککړه پروژه ده، ددغه پروژې پر وړاندې دې ولس را وپاڅوي

عبد الله
میلمه
عبد الله

خو هغه بیا اوس بل سه وایی، چی دا خبری می فقط د افغانانو د ویشولو لپاره کولی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

مسلمان متقی اولس که نه وی پاڅیدلی تر نیمایی زیاته خاوره به له امریکا او ناتو چا د الله ج په زور نیولی وی ، دا د خالق او د هغه د مظلوم مخلوق زور وو چه امریکا یید د ۴۹ پرمختللو استعماری هیوادو سره په ګونډو کړه

جميل
میلمه
جميل

هر هغه حرکت او عمل چی غاصب کفار او منافقين يی حمايه کوی د هغو او د هغو د ګټو لپاره دی او د افغانانو هيڅ درد به په دوا نشی .