عطاء محمد نور: د ډیورنډ ستونزه دې د ټولپوښتنې له لارې حل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور په مري ښار کې د پاکستان له لوري د افغان سولې په تړاو په رابلل شوي کنفرانس کې د ډيورنډ د لانجمنې کرښې په اړه څرګندونې کړې.

عطاء محمد نور ویلي، د ډیورنډ ستونزه باید د ټولپوښتنې له لارې حل شي ځکه ځیني مسائل داسې وي چې په ملت پورې اړه لري او محدود کسان یې په اړه د غږېدلو او پرېکړې کولو جرات نه لري.

نور زیاتوي « د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوبو، سوداګرۍ او ډیورنډ کرښې ستونزې ډېرې ژورې دي او ښه به دا وي چې د کرښې دواړو لورو ته د پرتو خلګو له ټولپوښتنې او ریفرنډوم وروسته یې په اړه پریکړه وشي».

نور په دې سربېره؛ د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او د دوام ورکولو هیله یې څرګنده کړې.

په ورته وخت کې؛ ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د ولسي جرګې پخوانی غړی «لطیف پدرام» بیا وايي، ډیورنډ د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي پوله ده او باید په تړاو یې شته جنجال حل شي.

د کابل حکومت پخواني چارواکي داسې مهال د ډیورنډ کرښې په اړه تبصرې کوي چې، تر دې وړاندې د افغانستان هیڅ واکمن او فرد ددې جنجالي موضوع په تړاو د نظر څرګندولو جرات نه دی کړی، د طالبانو د واکمنۍ په مهال لوړپوړی پاکستانی چارواکی وروسته له هغه له خوړنځای وویستل شو کله چې یې له ملا عمر وغوښتل څو پاکستان سره د ډیورنډ کرښه لاسلیک کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

فکر میکنم که اینها برای همین بحث دیورند به پاکستان رفته بودند
دیگر خو
نه درانجاہ طالبان بود ، نه کدام گروۂ مخالف دیگر ، که اینها با ایشان مذاکرہ کنند
و در بین خود خو همه روزہ در کابل نشسته اند ۔ حاجت به پاکستان رفتن چی بود، که همه رفتند و در پاکستان صرف و صرف بین خود مذاکرات کردند
مقصد این مجلس هیچ معلوم نشد

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

…خسته نه باشی.دست ات درد نه کنه.
به چرخ اغا صاحب،
در انجا طالیبان است.کویټه شورا،پښاور شورا.و در انجا اصلی قوماندان طالیبان یعنی خورد ضابطان پاکستانی هم است.منبع صلح اسلام اباد او واشنګټن است.سوله نه در مسکو ونه در قطر است.

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

آفرين برای ولي نعمت قديم تان هم موزه پاکی و تملق بکنيد، شايد با اين اظهارات وخرافه های تان مقامات پاکستان خشنود گردد و در آينده همراه طالبان در حکومت جای پایی بيابيد. هان! همان چينل های سابقه تانرا نيز با شبکه آی اس آی سر ازنو فعال سازيد و يک مرتبه به پای بوسی رئيس آی اس آی نير بشتابيد.

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دضیا‌ءالحق شهیدایجنډادډیورنډ دکرښ حل دۍ چه ویل یی پاکستان ،افغانستان ،ایران ،ترکیه ،مالدیب داباید یواسلامی یونین سی لکه یورپین یونین چه پردی اراده دامریکا(سی آی ای) شهید کۍ اوعمران خان هم چه اول پرسرداقتدار راغلۍ دغه دافغانستان اوپاکستان دیونین خبره یی وکه الله همیشه پراخ نیتی مسلمانان کامیابه وی،پدی صورت کی دډیورنډ مسئله هم له منځه ځی زه اوس هم فکرکوم چه پدی کی دانګریزانولاس دۍ چه بعضی جاهل بلوڅان داسلامی ملکودجنګولودپاره استعمالوی اونه غواړی په اسلامی ملکونه اتحاداوورورګلوی ته ورسی زماپه نظراسلامی یونین دمسلمانانودکامیابۍ لویه وسیله جوړیدای سی بیابه هیڅ کافردتجاوز جرئت ونسی کړای فلستین اوکشمیربه آزاد سی دامریکااوروس… نور لوستل »