
د شهيد مورکۍ
عرفان الله عرفاني
خواره مورکۍ یې هدیرې لټوي
پۀ هر مزار باندې جنډې لټوي
د ډرون ګوزار یې تنکی زوی شهید کړ
د ورک شهید غوښې، ټوټې لټوي
خبره نۀ ده چې دی چېرته خښ دی
د وطن غرونۀ او درې لټوي
هر یو کتاب تۀ یې په چيغو ژاړي
د یادګارو پسې صفحې لټوي
چا پسې ویلې مرسیه ده کنه؟
په إم پي تري کې ترانې لټوي
پاتې واسکټ کې یې جېبونۀ ګوري
د خپل بچي د لاس تسبې لټوي
عرفاني ورشۀ لږ یې زړۀ تسل کړۀ
تر څو به کلي او کوڅې لټوي
په دې شعر کي درانه شاعر د شهيدانو د ميندو د زړونو د حال ډېر ښه انځور ايستلی دی. لوی څښتن دي د مظلومو شهيدانو قاتلانو ته سخته سزا ورکړي.