نړۍ

ترکیه: استنبول ښاروالۍ ټاکنې د حکومت اپوزیسیون وګټلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ترکیې په استنبول ښار کې د ښاروالۍ ټاکنې د رجب طیب اردغان د ګوند عدالت او پرمختګ مخالف کاندید اکرم امام اوغلو وګټلې.

امام اوغلو  د ښاروالۍ په ټاکنو کې ۵۴ سلنه رایو سره بریالی اعلان شوې دی. د هغه  مقابل کاندید بن علي یلدرام بیا ۴۵ سلنه رایو سره ټاکنې بایللي دي.

امام اوغلو چې د خلکو جمهوریت ګوند له خوا کاندید و د روان کال د مارچ د ۳۱مې نېټې په ټاکنو کې هم په کم توپیر سره ټاکنې ګټلې وې.

خو وروسته د ترکیې د ټاکنو بورډ د استنبول د ښار ټاکنې لغوه اعلان کړې او د بیا انتخاباتو اعلان يې کړ.

د اردغان ګوند عدالت او پرمختګ د تېرو دوه لسیزو راهیسې په پرلپسې توګه د استنبول ښاروالۍ ټاکنې ګټلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x