
د قطر سفر« وروستۍ برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
مخکې له دې چې د سفر په اړہ نور څه ولیکم، غواړم ځینې یادونې وکړم؛
۱- ما له پیل څخه د یونلیک یا سفرنامې لیکلو ارادہ نه لرله نو ځکه مې دې لیکنې ته د یونلیک نوم غورہ نه کړ، ھسې ھم ښایي د ادبي تعریفاتو له مخې دا لیکنه د یونلیک په شرایطو پورہ نه وي.
۲- د ځینو ملگرو خبرې چې په مجالسو کې یې کړې وې، را څخه پاته شوي له ھغوی یوہ نړۍ بښنه غواړم
۳- د ملگرو په نقل قول کې له دوہ اسلوبونو کار اخیستل شوی؛ مستقیم نقل قول یا د ویناوال خبرې د ھمغه په الفاظو کې او یا د ویناوال د خبرو مفھوم زما پخپلو جملو کې.
که مې د کوم ملگري خبرې ھغسې نه وي تعبیر کړي لکه څنگه چې ھغه ویلی وي، لومړی خو ترې بښنه غواړم او بیا ورڅخه ھیله کوم چې ھمدلته په تبصرہ کې یا له کومې بلې ممکنې لیارې راته لارښوونه وکړي تر څو خپله غلطي اصلاح کړم.
۴- زہ د ټولو ھغو دوستانو ممنون یم چې پخپلو تبصرو، تشویق او ھڅونې یې زہ د دې لیکنې جوگه کړم
که د ملگرو د باور لاس مې پر اوږہ نه وای، ښایي دا لیکنه دومرہ نه وہ غځییدلې
د ھوټل پر لور
موږ له اغا صیب څخه رخصت واخیست، له ھغې خوا د اغا صیب له یو ډریور سرہ چې غالبا سریلنکائي یا ھندی و، موټر ته وختلو.
دا ځل له نیکه یا بدہ مرغه له حافظ صیب سرہ په موټر کې برابر نه شوم!
له بدہ مرغه ځکه چې ھوټل ته پر لارہ یې له بنډار څخه محروم شوم او له نیکه مرغه ځکه چې زہ د حافظ صاحبانو او قاري صاحبانو په ډریورۍ چندان باورمند نه یم.
ھغوی خو خپله موټر ته تر ختو مخکې پر ځان دومرہ بېشمارہ ایتونه او دعاگانې چُف کړي چې که موټر وجنگوي ھم خپله د ھماغو دعا گانو په برکت ترې روغ رمټ راوځي خو نورو ملگرو ته یې لاس پښې ماتې کړې وي، او بیا لا ور ته وایي: واستعینوا بالصبر و الصلاة….. الأیة.
اوس له الله تعالی څخه په صبر او لمانځه مرسته وغواړہ!!
زہ به د خپلې ادعا د ثبوت لپارہ د خپل سعودي میشتي گران ملگري قاري صیب توریالي تائب بیلگه وړاندې کړم.
ھغه په کال کې بِلا ناغه څلور، پنځه ځله موټر جنگوي او تل ملامتي لکه د خپل بام واورہ پر نورو ور اچوي!!
په ھر حال، په موټر کې راسرہ علم صیب ھم و، موږ له ھوټل څخه تقریبا د دوہ کیلومترہ په فاصله کې کوز شو او د سمندر پر غاړہ په ښکلې ھوا کې مخ پر منزل پیادہ وخوځیدو.
پر لارہ مې د لغماني چل پر مټ د علم صیب د زړہ تارونه لږ وچیړل.
آخر الله تعالی راته په لویه لارہ کې رسوا کړ، دی ھم شاعر وخوت!!
موږ په یوہ غټه ډبرہ کیناستو او ھغه راته خپل شعر واوروہ! د علم صیب د شعر پیغام زموږ ټولو د زړونو آواز دی او د ھر ھغه چا استازیتوب کوي چې د پاک جھاد ثمرہ یې د مجاھدینو د لنډ اندي او خود اندي مشرانو له لاسه په اوبو لاھو شوې وي!
زہ یې ھمدغه شعر دلته له تاسې سرہ شریکوم:
خطا مشر
دا نن چه نیمه خوا يمه د خپل مشر له لاسه
بي گناه سزا سزا يمه دخپل مشر له لأسه
بدن مي قرباني شو معيوب د زماني يمه
محتاج زه د هر چا يمه دخپل مشر له لاسه
بدن به می روغ ښکاری خو زخمونه مې کره دی
له درده په ژرا يمه دخپل مشر له لاسه
جهاد مى وه برحقه نادم نه يم اي خلكه!
خطا نه وم که خطا يمه د خپل مشر له لاسه
دوی جوړہ پاچاھي کړہ، د خپل اولاد لپاره
پاچا وم اوس ګدا یمه د خپل مشر لاسه
عزت، قدر می نشته بی عزته زمانه شوه
زه علم چې د خندا یمه د خپل مشر له لاسه
__________
په ۲۲ اپریل (۲۰۱۹ م ) د سھار چای مو له ډاکتر صیب فاروق اعظم سرہ یو ځای وڅښلې.
د ھمدې ورځې په ماسپښین بیرته سویډن ته راتلم. نو له ملگرو سرہ د ھوټل په ھال کې ډیر ایسار نه شوم. خپلې کوټې ته راغلم، ځینې ضروري یادښتونه مې ولیکل او بیا مې خپلې جامې او د امارت تحفې پخپل سفري بکس کې ځای پر ځای کړې، مشر ساپی صیب سھار وختي بیرته تللی و، لیدل او خدای پاماني مو سرہ له بدہ مرغه و نه شول!
زہ دولس بجې د ھوټل ھال ته راکوز شوم، کوټه مې د ھوټل مسولینو ته تسلیم کړہ.
غوښتل مې کومه ټاکسي پیدا کړم چې میدان ته مې ورسوي خو ذاکري صیب راته وویل، د ھغه له خالد ھادي صیب سرہ خبرې شوي، ھغه په موټر کې ھوټل ته را روان دی، او ما میدان ته رسوي!
خالد لږہ شیبه پس را ورسید، زہ ورسرہ موټر ته پورته شوم، ذاکري او رحیم لغمانی صیبان راسرہ تر میدانه په بدرگه لاړل.
موږ پر لارہ بنډار کاوہ، میدان ته په رسیدو متوجه شو چې خالد صیب زہ د ھوایي میدان ھغې برخې ته رسولی یم له کومې چې مال او کارگو ځي! ښایي زہ به ورته مال ښکارہ شوی وم!
خالد صیب ویل لارہ یې خطا کړې مگر اصلي خبرہ ھماغه وہ چې ما پورته ذکر کړہ خو بیا دې ھم د رحیم لغماني صیب کور له غنمو ډک وي، ھغه بډې ته لاس کړ یوہ تورہ بلا یې را و ایستله، گوتې یې پرې ووھلې
او ھغې بلا د یوې جینې په ښکلي آواز کې خالد صیب ته د لارې ښودل پیل کړل!
خالد ھم د ھماغې جینۍ په ھدایت گاډی روان کړ.
ھغې به چې ورته ھرې خواته د تاویدو رھنمایي کوله، ھغه به یې خبرہ بې چون و چرا په پټو سترگو منله!
په پخوا زمانه کې یواځې رحمان بابا دا دعوہ کوله چې لار ورکو ته رھنمایي کوي او ویل یې:
زہ رحمان د گمراھانو رھنما یم!
خو اوس داسې ښکاري ھغه یواځې نه دی بلکې نور ھم شته چې گمراھانو ته رھنمایي وکړي، ان جینکی!!
موږ میدان ته ورسیدو، زما پرواز ته لږ وخت پاته و.
ما له خپلو دری واړو ملگرو څخه مننه وکړہ او اجازہ مې ترې واخیسته.
زہ د الوتکې خواته چټک روان وم او په سر کې مې د خپل مرحوم استاد مولوي محمد گلاب ننگرھاري صیب دا بیتونه گرځیدل:
دا چې نن د عشق له در او بامه ستون ځې
راته وایه چې لیلا ځې که مجنون ځې
عقل سر در یادوي او صھبا مینه
اوس دې خوښه چې خیام که افلاطون ځې
د قطر له دوحې څخه د سویدن تر ستاکھولم اوہ ساعته لیار وہ.
ما دا لاندې گډ وډ بیتونه ھمالته په الوتکه کې ولیکل:
غزل
لمر په را ختو کې دی رڼا راځي
سوله را روانه دہ رښتیا راځي
ستا د شگو بند رقیبه څه فایدہ؟
مخې د سیلاب لرہ گیا راځي
خوښه دې چې خاندې او که ژاړې ته
دا د تاریخ جبر خامخا راځي
ما د ریبار سپین تندي کې ولوستل
تورہ شپه شوہ ختمه سپین سبا راځي
مات به زندانونه شي که خدای کول
بیرته به یوسف ته زلیخا راځي
دومرہ له ژړا سرہ بلد شومه
اوس په خوشالۍ کې ھم ژړا راځي
جوړ به شي ښاغلی اسلامي نظام
سپین بیرغ به بیا په رپیدا راځي
کور ته له رسیدو سرہ سم مې لومړی غسل وکړ او بیا مې پاکې جامې واغوستې.
د تحفو ویش
ما د قطر په ھوایي میدان کې خپلو دواړو وړو لورگانو ته چاکلیټ اخیستي و. زہ چې له حمام څخه راووتم، ھغوی خپلو کې چاکلیټ تقسیمول!
د امارت لخوا راکړی ټوکر مې و نه لید چې چا اخیستی و. په عطرو مې زوی قبضه کړې وہ، خپلې مور ته یې ویلي و؛ پلار مې سپین ږیری دی، ھغه په پرفیوم څه کوي؟!
مصلیٰ ( جاینماز ) مې دواړو ماشومو لوڼو پخپل تصرف کې راوستی و او نوم یې پر ایښی، د طالبانو جاینماز!
ھغوی وایي په دې جاینماز لمونځ ښه قبلیږي نو زموږ شو!
میرمنې ته مې د تحفو په لړ کې زما د سفر خیرنې جامې ورسیدلې او ماته د تحفو تشې پلاستیکې کڅوړې!
______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جون ۲۱/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن