نړۍ

اڅکزی: که د پښتنو درناوی ونه شي، پاکستان نه پاتې کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، که پاکستان خپل دريځ کې بدلون را نه ولي، له ويجاړۍ سره به مخ شي.

اڅکزي د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې يوې ولسي غونډې ته وويل، که پاکستان د پښتنو درناوی ونه کړي او په خپل دريځ کې بدلون را نه ولي، دا هېواد نه پاتې کيږي.

د هغه په وينا پښتانه نور په پاکستان کې د غلامانو په څېر ژوند نه شي کولی.

هغه ټينګار وکړ، پاکستان د خلکو په خوښه جوړ شوی فدراسون دی او دوی نه غواړي، چې دا هېواد ويجاړ شي، خو که د پاکستان واکمنان په خپل دريځ کې بدلون را نه ولي او ټولو قومونو ته په يوه سترګه ونه ګوري، دا هېواد په خپله  شړيږي.

اڅکزي وويل، حکومت له پښتنو سره ظلم او زياتی کوي او دوی د دغه ډول تېريو او زیاتي په سختو ټکو غندنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x