حاجي ارسلا خان خروټی - له رسته اړخه لومړی

حاجي ارسلا خان: د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بهرنيو پوځيانو وتل اړين دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کمېټې مشر وايي، په افغانستان کې ‏جګړه هغه مهال له منځه تللی او سوله راتلی شي چې بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي. ‏

حاجي ارسلا خان خروټي تېره ورځ د پاکستان له لوري د افغان سولې په تړاو جوړ شوي ‏کنفرانس ته د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د روانې جګړې واقعي حل له افغانستان څخه د ‏بهرنيو ځواکونو وتل او د هغوی له لوري د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې بندول دي. ‏

نوموړي د ورکې سولې عنوان لاندې په خپلو خبرو کې وويل چې افغانانو د خپلې ازادۍ لپاره ‏ډېر کلونه جګړې او تکليفونه وګالل خو بيا هم له جګړې نه دي خلاص شوي او دا ځکه چې ‏افغانان له ۱۳۵۷ راهيسې له خپلو ټولنيزو حقوقو څخه بې برخې شوي دي. ‏

هغه زیاته کړه، چې د پخواني شوروي له ماتې وروسته دا هيلې راپيدا شوې چې افغانستان ‏به د امن ټاټوبی شي، خو د نړيوالو دسيسو او غلطو پريکړو او د ځينو افغانانو د ځان غوښتنو ‏له له امله افغانستان بيا د جګړو ډګر وګرځېد، امريکا له تروريزم سره د مبارزې په پلمه په ‏افغانستان يرغل وکړ او افغان ملت يې له يو دروند ازمېښت سره مخ کړ؛ خو په وينا يې «د ‏زمرو په کور کې بيا هم دومره خلک پيدا شول چې امريکايي يرغلګرو ته يې هم ماتې ‏ورکړه.»‏

هغه د امريکا او طالبان ترمنځ د مذاکراتو روان بهير ته په اشارې سره وويل چې د سولې په ‏اړه دې د ژنيو او بن د کنفرانس ځينې ترخې تجربې بيا تکرار نشي او هغه مهال په دواړو ‏غونډو کې د ځينې افغانانو غوښتنې او حقايق په نظر کې نه وو نيول شوي؛ هماغه و چې ‏دواړه پرېکړې د خونړيو جګړو سبب شوې. ‏

حاجي ارسلا خان ويلي، د سولې لپاره افغانانو هر وخت قرباني ورکړې ده او په دې برخه کې ‏يې درنې بيې پرې کړي دي او هر وخت چې د سولې غږ پورته شوی افغانانو او په ځانګړې ‏توګه افغان مهاجرينو يې ملاتړ کړی دی.‏

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د