ځينو حکومت پلوو رسنيو ته د طالبانو د نظامي کمیسيون خبرداری

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د طالبانو نظامي کميسيون هغو رسنيو ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو سوداګريزو اعلانونو کې د طالبانو او جهادي ارزښتونو سپکاوی کوي او هغو پسې سپکه ژبه کاروي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حکومت پلوو رسنيو په تړاو د نظامي کميسيون هغه اخطاريه اعلاميه خپره کړې، چې د حکومتي ارګانونو له لوري د پيسو اخيستو په بدل کې داسې سوداګريز اعلانونه خپروي، چې د طالبانو او جهادي ارزښتونو سپکاوی په کې وي او عام  خلک د طالبانو پر ضد جګړو، پاڅون او بېزارۍ ته وربولي.

د طالبانو نظامي کميسيون خبرداری ورکړی، که تر راتلونکې يوې اوونۍ ټول تلويزونونه، محلي او غیر محلي راډيوګانې د دغه ډول ناوړه سوداګريزو اعلانونو له خپرولو لاس پر سر نه شي، دوی به يې د استخباراتو د ځالو په توګه وپېژني او د خپلو بریدونو هدف به يې وګرځوي.

د طالبانو په خبرداري کې دا هم راغلي، که رسنۍ د دغو اعلانونو له خپرولو ډډه ونه کړي، د دوی د مرکزونو سربېره په ولايتونو او اطرافو کې  به د دوی خبریالان او پرسونل هېڅ  ډول خونديتوب ونه لري.

طالبانو دا خبرداری په د اسې حال کې ورکړی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد ګڼ شمېر تلويزونونه، محلي او غیر محلي راډيوګانې په خپلو سوداګريزو اعلانونو کې د حکومت له لوري د امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هغه څه خپروي، چې د عامو خلکو ذهنيت د طالبانو پر ضد راپورته کولی شي، خو د چارو څارونکي وايي، چې يوه لور ته دغه اعلانونه له تخنيکي پلوه کمزوري دي او بل پلو له مبالغې ډکه تبليغاتي بڼه لري، چې عملي ميدان کې د خلکو لپاره په کې ډېر څه برعکس وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

دا اړین گام زما ډېره پخوانی هیله وه،،،

Khalidadil599
میلمه
Khalidadil599

دي علاناتو ته زما دا لس کاله زړه وو چی بند یی کړی خو په هر حال د اوس حالتو لپاره یی بیخی ښه وخت بولم