عمران خان: د افغانستان په ټاکنو کې د هیڅ نوماند پلوي نه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، د افغانستان د خلګو ډيموکراټیکو حقوقو ته درناوی لري او د افغانستان په ټاکنو کې د هیڅ ځانګړي نوماند ملاتړ نه کوي.

عمران خان چې پاکستان ته د افغانستان د سولې په تړاو د وربلل شویو یو شمېر افغان سیاستوالو ناستې ته یې خبرې کولې وویل « موږ نه؛ یوازې افغانان دي چې د افغانستان راتلونکې ټاکي، پاکستان د افغانستان د خلګو ټاکنې ته درناوی لري او په دې برخه کې له هيڅ ځانګړي نوماند څخه ملاتړ نه کوي او بې طرفه پاتې کېږي».

خان د افغان سولې په تړاو وویل چې، سوله رانږدې شوې او د طالبانو او امریکایانو تر منځ رسمي مذاکرات دوام لري او د روانې جګړې لپاره د یوه سیاسي حل موندلو ته هڅې کېږي؛ موږ هیله لرو چې زموږ وروڼه افغانان په په نږدې راتلونکې کې په سوله او ارمۍ کې په ګډه ژوند وکړي».

د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال د افغانستان په ټاکنو کې د بې طرفۍ دعوه کوي چې؛ د ګډ حکومت اوسنی مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځلې  «اشرف غني» د یوې اونۍ دننه پاکستان ته تلونکی دی او څارونکي تر ډېره باور لري چې، نوموړی به یو ځل بیا د پاکستان د مرستې د راجلبولو په موخه  پاکستاني چارواکو ته امتیاز ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د