دمدرسې اراکینو چې کله دغه زخمي زده کوونکی د روغتون په لور روان کړ حکومتي چارواکو یې په لار کې مخه ونیوله او روغتون ته یې د تګ اجازه نه ورکولــــه.

تاسو د دیني کتابونو تدریس څنګه کوئ؟

لیـــــــکوال: مولانا ابن الحسن عباسي
ژبـــــــــاړن: محمد شعیب (شفیق)

د زده کړو په میدان کې چې د تدریس (ښوونې) کوم اهمیت دی وضاحت ته یې اړتیا نشته، لیکن دلته پر دې خبره کوو چې په دینی مدارسو کې د تدریس (ښوونې) طریقه څنګه ده؟
په لاندي کرښو کې پر همدغه ژغیږو او ورپسې د تدریس په بنسټیزو اصولو خبره کوو۔
دتدریس (ښوونې )مرّوجې طریقې:
دتدریس (ښوونې) بیلابیلي طریقې دود دي، هر مدرس یا ښوونکی د خپل ذوق او طبیعت سره سم یوه طریقه ځان ته غوره کوي له هغو نه یوڅو طریقې په لاندي ډول دي.

لومړی:

استاذ شاګرد ته دکتاب یوه ځانګړې حصه د مطالعې او حل کولو لپاره ور په ګوته کړي، راتلونکې ورځې ته شاګرد هم هغه ځای مطالعه او د حل کولو کوښښ یې وکړي ترڅو یې استاذ ته واوروي، استاذ صرف د شاګرد چې په کوم ځای کې شک یا غلط فهمي وي هغه لري کړي که چیرته شاګرد یې سبق سم تیر کړي د هغه تصدیق وکوي۔
په دا طریقه کې اګر که پر شاګرد ډیر بوج او ذهني ستړی وي خو ګټه یې داده چې زده کونکی له هغه فن سره ژر شناخت پیدا کوي د فن ناولده بحثونه د شاګرد په ذهن کې ښه تقرر نیسي. شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد زکریا رحمه الله به ډیر کتابونه په دغه طریقه شاګردانو ته لوستل، په دغه طریقه کې دا هم ضروري نه ده چې ټول کتاب دې شاګرد خلاص کړي بلکي د شاګرد استعداد ته دي ګوري چې کله استاد په دې پوه شو چې په شاګرد کې دکتاب دحل کولو استعداد پیدا شو د دې فن یو بل کتاب هم ور شروع کولای شي البته دا طریقه د ابتدایي طالبانو او دا وسني درجو شاګردانو ته چې په کتاب لس پنځلس یا ډیر سره شریکان وي ګټوره نه ده بلکې په وړو مدرسو یا مساجدو (دائرو) کې هغه طالبان ښه استفاده ورنه کولای شي چې دوه یا درې نفره په کتاب سره شریکان وي۔

دوهم:

د تدریس یوه عمومی طریقه دا هم ده چې د استاد مخته شاګرد د راتلونکي سبق ټول عبارت ووايي، استاذ د هغه سبق تشریح کوی، ورسره په څنګ کې کله کله د هغه سبق تجزیه ( څيړنه) هم کوي. مثلا داسي وایي چې نن په سبق کې څلور بحثونه دي: اول بحث، دوهم بحث، دریم بحث اوڅلورم بحث…. داهم یوه کامیابه طریقه ده په دې شرط چې استاذ د خپل تقریر د تشریح او خلاصې له عبارت سره د مطابقت یا سمون ورکولو وړتیا ولري ترڅو شاګرد په مسئله او تشریح یوځای پوه شي که چیرته استاد هوایي تقریرونه کوي د تقریر له عبارت سره د سمون ورکولو وړتیا نه لري بیا شاګرد پر ځای د دې چې ګټه ورنه واخلي ذهن یې مغشوشه کیږي، په دې ډول د سبق په ویلو نه استاد کومه ګټه اخیستلای شي نه هم شاګرد۔

دریم:

دا طریقه هم ده چې شاګرد ټول عبارت نه وایي بلکي دیوې مسئلې عبارت ووایي استاد یې وضاحت او ترجمه وکړي بیا بله او بله همداسي مخته پسي ځي. په آخر کې استاد د ټول سبق ترجمه پرته له عبارت ویلو وکړي. په دا طریقه کې پرته د استاد له وضاحت او تحقیق نه له عبارت ویلو نه په خپله سبق څیړل کیږي دا طریقه اولې طریقې ته نژدې ده، لیکن په اوله طریقه کې به شاګرد ټول عبارت یو ځای وایو او استاد به یې یو ځای ترجمه او تشریح کوله خو دلته داسي نه ده بلکي هر پیراګراف او ترجمه حصه وار ویل کیږي دا هم د پوهولو یوه عمده( ښه) طریقه ده په ځانګړي ډول د فقهه او اصول الفقهه په کتابو کې خورا ګټوره تمامیږي۔

څلورم:

څلورم طرز یې دا دی چې شاګرد عبارت ووایي استاد له عبارت ویلو نه وروسته صرف تشریح وضاحت ونه کوي، بلکي د عبارت له تشریح سره سره ترجمه هم کوي او مخته ځي، ټول سبق په همدا طریقه پای ته رسوي، د ادب د کتابو په درسولو کې همدا طریقه ډیره منل شوې ده خو د نورو فنونو په تدریس کې چندان مقبولیت نه لري۔
د درس د کیفیت په اعتبار سره د ځینو استاذانو دا عادت وي چې دکال په شروع کې نادر او ژور تحقیقات کوئ خو کله چې کال تیریږي استاد هم په تقریر کې اختصار (لنډون) راولي په شروع کې اطناب (اوږدوالی) او پای کې ایجاز ( کمښت)دتدریس ددغې طریقې په عملي کولو کې دا فلسفه نغښتې ده چې ترڅو شاګرد دکتاب په شروع کې له دې فن او دمصنف له مزاج او طریقې سره شناخت پیدا کړي ځکه څه وخت نیسي، د استاد لوی لوی تقریرونو له اوریدلو او ویلو سره شاګرد ته هغه شناخت په لاس ورځي که چیرته په پای کې اختصار ورپکې راشي هم تاواني نه دی.
خو ځیني استاذان بیا ددې بر عکس دکال له سره تر پایه په یوه طریقه شاګرد ته سبق وایي نه په شروع کې اوږده اوږده تقریرونه شاګرد ته کوئ اونه هم په پای کې اختصار کوئ .
دغه دوهمه طریقه ډیره ګټوره او دتدریس په میدان کې منل شوې هم ده.
وماعلینا الاالبلاغ المبین

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د