بدخشان؛ د اوبو پر سر شخړه کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل):په بدخشان ولایت کې د دوو کلیو تر منځ د اوبو پر سر د شخړې له امله ۶ کسان وژل شوي.

د بدخشان ولایت د والي ویاند «نیک محمد نظري» له رسنیو سره په خبرو کې یاده پېښه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ د دوو کلیو تر منځ د اوبو د تقسیم په سر د اختلاف له امله  رامنځته شوې او په وینا یې، په پایله کې۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د نظري په خبره؛ د پېښې د څېړلو په موخه سیمې ته یو پلاوی رسېدلی او امنیتي ځواکونه د قاتلینو په لټه کې دي

ویل کېږي چې، د یاد برید قربانیانو د کشم ولسوالۍ لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو په مخ تړلې وه خو وروسته د قومي مشرانو او د ولتي چارواکو په منځګړیتوب لاره خلاصه شوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د