حکمتیار د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان هڅې وستایلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان هڅې ستایلې او د یادو هڅو د دوام هیله یې څرګنده کړې.

حکمتیار چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سولې په تړاو د رابلل شوي کنفرانس له جزئیاتو خبرې کولې وویل « پاکستان د افغان سولې په برخه کې ډیر اړین هیواد دی،  اسلام اباد په دې برخه کې مهم رول لوبولای شي او پاکستان اوس په رښتینې توګه په دې پروسه کې هڅې کوي».

نوموړي زیاته کړه « موږ د سولې لپاره د هر هیواد هڅې ستایو، جګړه تل د سولې له لارې حل کېدای شي او موږ د افغانستان جګړې ته هم همدا تمه لرو».

د حکمتیار په خبره؛ موږ به هیچا ته اجازه ورنکړو چې افغان خاوره د پردیو د موخو لپاره وکاروي او نه هم د افغانستان نظام ته ښايي چې ځانونه په پردیو شخړو کې ښکېل کړي.

نوموړي همدا راز؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هیله څرګنده کړه او  له افغان سیاستوالو او علماوو یې وغوښتل څو د شفافو ټاکنو لپاره د یوه راڼه سیسټم په رامنځته کولو کار وکړي.

حکمتیار چې له ګډ حکومت سره تر معاملې وروسته په لومړي ځل د پاکستان په پلازمېنه کې راڅرګندېږي داسې یو وخت د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅو ته هیلمن دی چې؛ د طالبانو او امریکا تر منځ اووم پړاو مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او دواړه لوري تمه لري یاد پړاو مذاکرات رغوونکی شکل ولري او له توافقاتو سره مل وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

کله چی روسان ووتل، توردیب(ګلبدین) او نورو جاسوسانو د کابل ۲۷۰۰۰(دوه اویازره) اوسیدونکی شهیدان کړل. دی د اسلام ټیکدار ته بیا دڅو زرو انسانانو د مرګ ټیکه اخیستی ده؟