شعـــــرونه

ستړی نه یم!/ اسیر انس حقاني

اسیر انس حقاني

په خپلو ژمنو وفادار یمه نیمګری نه یم
زولنو زه د ژوند په خوند پوه کړمه ستړی نه یم

واه! د وصال په تکل عمر لنډوم د هجر
ژوندی ضمیر لرم، ژوندي یم، خلکو مړی نه یم

منم چې زه به د وخت تور یاغي سیلاب کې ګیر یم
لا هم د غره په څیر ولاړ یم، لا یې وړی نه یم

زه د ایمان په اور پوخ شوی فولادي ځنځیر یم
دنیا مې ځکه غوڅولی نشي پړی نه یم

شکر ښه بخت د پلار نیکه نه په میراث راپاتي
خدای مې ملګری دی هیڅ چاته یې ټیټ کړی نه یم

د آزادۍ د لیلا مینه به انس پالمه
د بې احساسه زړه سړی بې ننګ وګړی نه یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابونظام خوستی

الله مو په خیر راخلاص کړه

هيښ ويښ

ماشاءالله
ستا يوسفي مقاومت ، استقامت ، صبر او مبارزې ته د وخت ډ فرعنانو په شکنجه ځای کې سلام.
رب تعالی دې ددې وحشيانو د زندان نه دنورو مظلومو اسیرانو سره خلاص کړه .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x