د افغانستان او بنګلديش ترمنځ سيالۍ لږه شېبه کې پېل کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلديش لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام سيالۍ شېبه وروسته پېل کيږي چې پچه ګلبدین نائب وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

بنګلديش لوبډلې په نړيوال جام کې ښې لوبې ترسره کړي دي چې تر دې دمه يې سويلي افريقا او ويسټ انډيز لوبډلو ته ماتې ورکړې او د استراليا او نيوزيلند پر وړاندې يې هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

بل خوا افغان لوبډله چې تر دې دمه يې په نړيوال جام کې د ناکامې توپوهنې له کبله کومه سيالۍ نه ده ګټلې خو په تېرو دوه لوبو کې يې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

افغان لوبډلې د افتاب عالم پرځای دولت ځدران او د حضرت ځاځي پرځای سمیع الله شینواري شامل کړی دی، په ننۍ لوبه کې افغان لوبډله منظم اوپنر توپوهونکی نه لري.

افغانستان او بنګلديش لوبډلو تر دې دمه ۷ سيالۍ ترسړه کړي چې څلور يې بنګلديش او درې افغانستان ګټلي، ددوی ترمنځ په تېر اسيا جام کې دوه سيالۍ ترسره شوې چې دواړو لوبډلو يوه يوه سيالۍ وګټله.

افغان لوبډله تمه لري په ننۍ سيالۍ کې بنګلديش ته ماتې ورکړي تر څو په روان نړيوال جام کې خپل لومړي پواينټونه ترلاسه کړي.

دغه سيالۍ به د همپشاير بال په ساوت همپټن لوبغالي کې ترسره شي چيرې چې افغان لوبډلې د هند لوبډلې پر وړاندې جالبه لوبه ترسره کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د