
د امریکا د بهرنيو چارو وزير د ایران پر ضد د مشورې لپاره سعودي ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ا مریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ایران پر ضد د سلامشورې په موخه سعودي ته رسېدلی او تر دې وروسته به متحده عربي اماراتو ته هم لاړ شي.
د پومپيو په وينا سعودي او امارات د ایران پر خلاف د امریکا ايتلافیان دي.
سعودي ته له رسېدو لږ مخکې مايک پومپيو په واشنګټن کې رسنيو سره په خبرو کې پر ایران د نوو بنديزونو لګولو اعلان وکړ او په عين حال کې يې دا هم وویل، چې ایران سره خبرو ته هم حاضر دي.
د ا مریکا او ایران ترمنځ پيدا شوی تاوتریخوالی نور هم هغه مهال زيات شو، چې تېره اونۍ د ایران هوايي ځواک د امریکا بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړه او ادعا يې کړې وه، چې دغې الوتکې د ایران د هوايي حریم څخه سرغړونه کړې، خو امریکا دغه تورونه رد کړي او وايي، چې ایراني پوځیانو دغه الوتکه د هرمز تنګي په فضايي حريم کې نسکوره کړې ده.