ننګرهار: د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته په ګڼه ګوڼه کې یو سپین ږیری مړ شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته یو سپین ږیری سړی په ګڼه ګوڼه کې مړ شوی دی.

دغه سپین ږیری چې تر دې دمه یې دقیق هویت نه دی څرګند د پاکستان قونسلګرۍ ته د ویزې اخیستلو لپاره راغلی و.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم د پېښې تایید کړی او ویلي یې دي چې یاد سپین ږیری د ویزې اخیستلو پر مهال د ګرمۍ او ډیرې ګڼې ګوڼې له کبله مړ شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې هم هلته يو سپين ږيري د ويزې پر مهال ساه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د پولیسو یو قومندان ویدیو خپره شوه چې د ویزې اخیستلو لپاره راغلي سپین ږیرې مراجعین یې وهل او ټکول.

د دغه ویدیو تر خپریدو وروسته په ټولنیزه رسنیو کې توند غبرګون خپور شو او په نتیجه کې د کورنیو چارو وزارت متهم پولیسو قومندان ونیو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د