شعـــــرونه

غزل؛ محمد علي عمري

محمد علي عمري

دا ستالمونځ او ستا درواغ
په باطن کې یې تور زاغ

په دروغو کې پیاوړی
پرلمن دې وینم داغ

ستاچي زړه کې بهار نشته
ګرځې ولې پرشنه باغ

هېره کړې دې پښتو ده
ستاترخولې وزي کاغ کاغ

ته نشه کړې په نشوبه
څنګه ښادسي ستا دماغ

مږسي چاغ سي ښه ښکاریږي
سړی مه سه داسي چاغ

ګډوډۍ ته چي ستاګورم
رایادیږي تل کچلاغ

عمري شکر اوسېږم
پرسپېڅلي مسلم باغ

محمد علي عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x