په نړیوال جام کې کومې لوبډلې زیات کیچونه غورځولي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۸ل): په کرېکټ کې یوه اصطلاح ده «کیچ ونیسه لوبه وګټه» چې بیخي مثبته ثابته شوې ده، همغه لوبډله زیاتې لوبې ګټلی شي چې ډګر ساتنه یې ښه وي او کیچونه ونه غورځوي.

د راپورونو له مخې تر دې دمه په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې د زیاتو کیچونو په غورځولو کې پاکستان لوبډله د لیست په لومړي سر کې ده چې زیات کیچونه یې غورځولي دي.

په تېره لوبه کې یوازې محمد عامر چې د سویلي افریقا پر وړاندې یې ترسره کوله درې اسانه کیچونه وغورځول، همدا ډول امام الحق او وهاب ریاض هم یو یو کیچ وغورځاوه چې په یوه لوبه کې یې ټولټال ۶ کیچونه وغورځول.

پاکستان لوبډلې په شپږو سیالیو کې له ۲۶ کیچونو څخه ۱۴ غورځولي دي، په دویم نمبر انګلستان لوبډله ده چې له ۴۲ کیچونو څخه یې ۱۰ کیچونه غورځولي، انګلستان لوبډله د نړۍ یو له غوره ډګر ساتونکو لوبغاړو څخه دده.

https://twitter.com/cricketworldcup/status/1142833844317577216?s=19

په دې لیست کې سویلي افریقا له ۳۱ کیچونو څخه ۷، نیوزیلند له ۳۳ څخه ۶، استرالیا له ۳۵ څخه ۶، بنګلدیش له ۲۴ څخه ۳، ویسټ انډیز له ۲۷ څخه ۳، سریلانکا له ۱۵ څخه ۲، افغانستان لوبډله که څه هم په ډګر ساتنه کې کمزورې ده خو له ۱۸ کیچونو څخه یې ۲ غورځولي دي، هند بیا په ۱۵ کیچونو کې یوازې یو کیچ غورځولی دی.

اوسمهال د روان نړیوال جام څخه افغانستان، ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلې بهر شوي دي چې ویسټ انډيز ۴، سویلي افریقا ۵ او افغانستان خپلې شپږو لوبو کې ماتې خوړلې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د