شپږیزه لیګ به د اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه پېل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په پام کې لري چې د شپږیزه کورني کرېکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې ترسره کړي.

د شپږیزه کرېکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د تېر په څېر یو وار بیا د شپږو لوبډلو په ګډون د کابل په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د شپږیزه لیګ کمیټې غړی لطف الله ستانکزی وایي چې ددغه سیالیو پرانیسته به د اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ ترسره شي.

کرېکټ بورډ وایي چې ددغو سیالیو اصلي هدف د پټو استعدادونو موندل، د کرېکټ پیاوړتیا او سوداګریزې سیالۍ چې په کې بېلا بېلو خلکو ته ګټه رسیدلی شي.

په دغه لیګ کې به شپږ لوبډلې (کابل بازان، سپین غر زمریان، میس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي او امو نهنګان) ګډون کوي.

د یادونې ده چې د شپږیزې لیګ پنځم پړاو سیالیو اتلولي د بند امیر ښامارانو لوبډلې ګټلې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د