????????????????????????????????????

ولسي جرګې رحماني ته رایه ورنکړه؛ انتخابات بل پړاو ته لاړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې استازو نن دوشنبه د یوې جنجالي رایې د تأیید یا رد لپاره نن سري ټاکنې وکړې او جنجالي رایه یې د اکثریت رایو سره باطله اعلان کړه.

 

د ولسي جرګې د ریاست لپاره دوه ځل ټاکنې ترسره شوې چې د رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ ټاکنې د یوې لانجمنې رایې له کبله جنجالي شوې.

 

دغه جنجالي رایه که باطله حساب شوې وې رحماني د ولسي جرګې داخلي وظایفو مقررې له مخې رییس نه ټاکل کیدلو خو عدم بطلان په صورت کې رییس کیدلو. 

 

رحماني د لانجمنې رایې پرته ۱۲۳ تاییدي رایې اخیستې وې چې د نصاب له مخې ۵۰+۱ رایې نه کیدلې. 

 

د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې ۲۲۹ وکیلانو د یادې جنجالي رایې لپاره ټاکنې ترسره کړې چې ۹۰ وکیلانو د دغې رایې د تایید، ۱۲۰ مخالف، ۱۳ باطل او ۶ سپینې رایې ورکړې.

 

د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې به سبا د درېیم ځل لپاره د نویو کاندیدانو تر منځ ترسره شي.

 

همدا راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکیل ملک قیس نوراغا ملکزی د جرګې مؤقتي رییس په حیث وټاکل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د