د استقلال ورځ جشن ته ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ چنګاښ ۱۳۹۸ل): ولسمشرغني د یوه ځانګړي فرمان له مخې د انکریزي ښکېلاک څخه د استقلال د سلمې کلیزې د لمانځنې لپاره ۳۸۴ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د مالیې وزارت ته یې امر کړی چې یاد مبلغ د چارو ادارې ریاست ته انتقال کړي.

د ولسمشر د فرمان له مخې ۳۸۴ میلیونه ۲۲۱زره افغانۍ دې د ۹۱ کود څخه د چارو عمومي ادارې ریاست ته انتقال کړي.

فرمان همدا راز د ټولو وزارتونو او خپلواکو بودیجوي بنسټونو څخه غوښتي چې د استقلال د سلمې کلیزې اړوند پروګرامونو کې برخه واخلي او خپل پروګرامونه د سلمې کلیزې اړوند دارالانشاء سره په هماهنګۍ برابر کړي.

افغانستان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګریزي ښکیلاک څخه ازادي واخیستله او برتانیا هم هغه مهال افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه وپېژندلو. افغانستان له هماغه ورځې هر کال د زمري په ۲۸مه د استقلال ورځ لمانځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د