سوريا: د پرون ورځ په مظاهرو کي ۸۸ کسه ووژل شوه
نن ټکی آسیا: تیره ورځ په سوریا کی د جمعې ورځ په سترو مظاهرو ولمانځل شوه، دغه ورځ چي د مظاهره کوونکو له خوا د جمعة العظیمة په نامه سره یاده سوله، په سوریا کی د مظاهرو د لومړی ورځي څخه د ګډونوالو شمیر یی بی ساری وو، په زرګونو خلکو په کښي ګډون کړی وو، او د سوریا ټول لوی ښارونه او سیمي یي نیولي وي.
تازه راپورونه چي د سیمي څخه د حقوقي ټولنو له خوا نشر شوي، په کښي ویل شوي دي، چي یوازي د پرون ورځو په مظاهرو کي ۸۸ کسه د بشار الاسد د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا په مخامخ ډزو ووژل شوه.
که څه هم بشار الاسد خپله هغه ژمنه پوره کړه چي د سوریا څخه به د بیړني حالت حکومت پورته کوي، او نور سیاسي اصلاحات به راولي، مګر اولس غواړي چي نومړي دی خپل د ۱۱ کالو ولسمشري ته د پای ټکی کښيږدي.