پاکستان د درې ميلياردو ډالرو په ورکړه، د قطر مننه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د صدر اعظم عمران  خان د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شيخ د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد څخه مننه کړې، چې دوی ته يې درې ميليارده ډالر ورکړي دي.

ډاکټر عبدالحفیظ شيخ په خپل ټويټر پيغام کې د قطر له لوري پاکستان ته د درې ميلياردو ډالرو د پانګونې په اړه له شيخ تميم څخه مننه کړې ده.

هغه دا هم ويلي، د درې ميلياردو ډالرو پانګونې سره به دوه اړخيزې اړيکې نورې هم پياوړې شي.

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د قطر امیر له يو شمېر وزيرانو سره اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللی و او هلته يې له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخيز اقتصادي او سوداګريز تړونونه لاسلیک کړي دي.

پاکستان وايي، قطر به ورسره د انرژي، کار موندنې او خصوصي سکتور په برخه کې مرسته وکړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ويلي، چې پاکستان سره د نورو مرستو سربېره به سل زرو پاکستانيانو ته په خپل هېواد کې کارونه ورکړي.

پاکستان د قطر د دې پرېکړې درناوی او مننه کړې او وايي، دې سره به د دوحې او اسلام اباد اړيکې نورې هم غښتلې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د