د رسنیو مدیرانو د طالبانو ګواښونکې اعلامیې ته غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د خبریالانو فدراسیون وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي څو دوی ته اصول او قوانین وټاکي او هیله لري طالبان به د رسنیو په تړاو خپره کړې وروستۍ اعلامیه بیرته واخلي.

د خبرلایانو فدراسیون غړي او د یو شمېر رسنیو مدیرانو وروسته له هغه راټولېږي چې، نن ورځ د طالبانو نظامي کمېسیون ګواښ وکړ که رسنۍ د اعلاناتو تر نامه لاندې د جهاد او مجاهد په وړاندې سپکه ژبه کارول بند نکړي دوی به یې د خپلو نظامي اهدافو په لست کې شاملې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې غړی « صدیق الله توحیدي» وایي، که طالبان د تجارتي اعلاناتو په برخه باندې نیوکې لري غوره به وي څو د خبرو له لارې یې له موږ سره شریکي کړي خو؛ دا به ښه نه وي چې، دوی د رسنیو کارکوونکي په مرګ وګواښي او زه په تاکید سره وایم چې د افغانستان ټولې رسنۍ په بې طرفۍ سره خپلې چارې په مخ وړي».

د ملي خبریالانو د شوار غړی «ضیا بومیا» وایي، هیچا ته دا حق نه ورکوي څو دوی ته اصول او قوانین وټاکي او هر څه چې دوی یې کوي د افغانستان د نافذه قوانینو په چوکاټ کې یې کوي.

د حکومت مشر سلاکار «حبیب سادات» بیا ادعا کوي چې، حکومت د رسنیو تر څنګ ولاړ دی او هر هغه څوک چې په رسنیو د برید تابیا کوي، د افغانستان د دښمنانو له ډلې دی.

یاده دي وي چې، طالبان داسې مهال یو شمېر رسنۍ ددوی په وړاندې د کرکې په خپرولو تورنوي چې، د افغانستان ټولې رسنۍ له ډېرې لږې استثنا پرته یوازې هغه څه خپروي چې د حکومتي ادارو ویاندویان یې ورته لېږی او د طالبانو له لوري ورلېږل شوي غبرګونه هیڅ نه را اخلي.

په دې سربیره؛ د افغانستان اکثریت تلویزونونه او راډيوګاني چې تر ډېره د بهرنیو سفارتونو له لوري د بودیجې د ورکړې شک ورباندې کېږي، داسې مواد خپروي چې له اسلامي چوکاټ څخه وتلي او د افغاني فرهنګ سره اړخ نه لګوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Khalid Adilخالد عادل
میلمه
Khalid Adilخالد عادل

دوﺉ ته باید وویل شي چی تاسو څنګه بې طرفه یی که تاسو بې طرفه یی حکومتي چارواکو به ستاسو ملاتړ نکاوو
بل تاسو چیرته د حق خبره تر اوسه کړي ټول منفې تبلیغات کوﺉ

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،په خیرونو.
نظامی اهدافو په لیست کی دا څلویښت کاله ټول افغانستان دی،نه یوازی د طالیبانو بلکه دولت .پاکستان،امریکا اسراییل د ټولو په نظامی اهدافو په لیست کی افغانان دی،او هم به وی.
دا څه نوی اعلامیه نه وه،دا عملی څلویښت کاله دا نظامی هدفونه دوام لری.نور به څومره دوام وکړی الله ج ښه پوهیږی.

Mosa Khan
میلمه
Mosa Khan

غمی پښتینه! ته خو باید ترهرڅه وړاندي په نظامي اهدافو کې راشي، که څه هم په مرمۍ مصرفولو هم نه ارځي خو خیر یو پڅه چاړه به درته پیدا کړو، ته بیغمه شه.
ټولي نښي دي داسي دي لکه د مدیني د منافق ابی بن سلول له ## څخه چي یې. ب###

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه.
موسی خان ته.
موږ ولس، د پنجاب .واشنګټن.مسکو .تلافیف اسراییل.تهران .له ډیر پخوا څخه په نظامی هدف کی وو.او هم به وو.دا څه نوی خبره نه ده.
د ستا د کړنی لیکنه څخه داسی په ډاګه کیږی.لکه عبدالرحمن بن ملجم خوارج چه حضرت عثمان یی د قران لوستلو په حالت شهید کړ،

Musa khan
میلمه
Musa khan

وا وا د نامي زو ! اوس خو دې نسب بدلولو ته هم ملا وتړله، د ابن سلول له اولادې څخه ځان باسی، له حضرت عثمان رض سره یې تشبیه کوي
ظالمه ښکاره نفاق او فساد ته دې وګوره چې هو بهو د ابن سلول مشر اولاد یې او خیالی دعوې ته دې ګوره چې ځان ولس بولی او د حضرت عثمان سره ځان ته تشبیه ورکوي.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

زما په اند د کابل پر پلیدو رسانیو باندی رحم پر خپل ذات کی لوی جرم دی هغه ځکه چی دوی نه یوزی فتنی ته لمنه وهی بلکی فتنی ته زمینه هم مساعدوی.
کله چی دوی وایی طالبان مونژ ته قوانین او اصول نه شی تغینولی نو له دی څخه معلومیږی چی دوی پر خپلو درواغو باندی نه شرمیږی او د ډالرو لپاره هر څه ته تیار دی چی انجام کڔی.