شکيب الحسن د افغانستان د بريا وروستۍ هيلې هم خاورې کړې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، چنګاښ ۴، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلديش لوبډلو ترمنځ نن د نړيوال جام ۳۱مه لوبه ترسره شوه چې په کې بنګلديش د شکيب الحسن په مرسته افغانستان ته ستره ماتې ورکړه.

بنګلديش لوبډله يو له هغو څخه وه چې افغان لوبډلې په نړيوال جام کې هدف ګرځولې وه، خو پرلپسې ناکامې توپوهنې افغانستان له سترې ماتې سره مخ کړ.

په ياده لوبه کې پچه ګلبدين نايب وګټله خو د توپ اچونې پريکړه يې وکړه، چې د شکيب الحسن نيمه سليزې او د مشفق الرحيم ۸۳ منډو په مرسته يې افغانستان ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د «۲۶۳» منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې لخوا يو وار بيا مجيب الرحمن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي پخپلو لسو اورونو کې يوازې ۳۹ منډې ورکړې او په جالبو توپونو يې ۳ مهمې ويکټې واخيستې. د نوموړي سربېره ګلبدين نائب ۲، دولت ځدران او محمد نبي هم ۱-۱ ويکټه واخيستې.

په ځواب کې د افغان لوبډلې پېل يو څه ښه و خو منځني او وروستي توپوهونکو ملګرتيا هم جوړه نه کړه او ويکټې يې هم ورکړې چې په دې سره يې په ۴۷ اورونو کې ۲۰۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې غوره توپوهونکی نجيب ځدران چې تر دې دمه يې د افغان لوبډلې لخوا په نړيوال جام کې غوره توپوهنه وړاندې کړې د لوبډلمشر په امر په اتم نمبر توپوهنې ته ښکته شو، چې يوه بې تجربې پريکړه وه.

د افغان توپوهونکو لخوا ګلبدين نائب ۴۷، رحمت شاه ۲۴، حشمت شهيدي ۱۱، اصغر افغان ۲۰، محمد نبي صفر، سميع الله شينواري ۴۹ ناسوځېدلې، اکرام عليخېل ۱۱، نجيب ځدران ۲۳، راشد خان ۲ او مجيب ځدران صفر منډې جوړې کړې.

د بنګلديش لخوا شکيب الحسن په توپوهنه کې ۵۱ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې يې د افغانستان ۵ مهمې ويکټې وغورځولې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

ياده دې وي چې افغان لوبډلې په نړيوال جام کې پرلپسې اوومه ماتې هم وخوړه، راتلونکې لوبه يې له پاکستان سره په ۲۹م جون او وروستۍ لوبه يې له ويسټ انډيز سره په څلورم جولايي ترسره کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د