افغانستان

مړ سرتېری، ژوندی کور ته را وګرځېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د کنړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی «نعمت الله» چې په دولتي عسکرو کې یې دنده اجرا کوله  اوس د هغه قبر سر ته ولاړ دی چې کورنی یې ده ته منسوب جسد پکې خاورو ته سپارلی.

د سلام وطندار د راپور له مخې، یوولس میاشتې وړاندې طالبانو د ارزګان ولایت په چنارتوی ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په یوه ټولي برید وکړ، په یاد برید کې څو تنه عسکر ووژل شول او پنځه تنه نور طالبانو له ځانه سره د بندیانو په توګه یووړل، نعمت الله د طالبانو په لاس د نیول شویو سرتېرو له ډلې وو خو، چارواکو نعمت الله ته منسوب یو لاش د هغه کورنۍ ته سپارلی وو او د نوموړي کورنۍ ته یې ویلې وو چې، نعمت الله نور په دې نړۍ کې نشته خو؛ څه موده وړاندې نوموړی د لسو نورو دولتي سرتېرو سره یو ځای د طالبانو د شفقت تر سیورې لاندې راغئ، له زندانه ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د نعمت الله پلار وايي، د زوی په نشتون کې یې سختې ورځې تېرې کړې او اوس چې هغه بیرته راستون شوی دوی ورته له خوښۍ په جامو کې نه ځایېږي.

که څه هم نعمت الله بیرته ژوندی راوګرځېد خو د هغه سرتېري کورنۍ لا هم مالومه نده، کوم چې د نعمت الله په ځای خاورو ته سپارل شوی.

دا  لومړی ځل نه دی چې، د چارواکو په قول مړه حساب کړل شوي سرتېري ژوندي کور ته راګرځي، څه موده وړاندې هم ورته يو پېښه په ننګرهار ولایت کې رامنځته شوې وه او یو مړ حساب کړل شوی سرتېري چې کورنۍ یې نوموړي ته منسوب جسد هم خاورو ته سپارلی وو، ژوندی کور ته راغلی وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalid Adilخالد عادل

‏مړ سرتېری، ژوندی کور ته را وګرځېد?

د کنړ اوسېدونکی «نعمت الله» چې په دولتي عسکرو کې یې دنده اجرا کوله  اوس د هغه قبر سر ته ولاړ دی چې کورنی یې یولس میاشتې مخکې ده ته منسوب جسد پکې خاورو ته سپارلی.

دا چې دده په کورنۍ او بچیانو څه غم تیر شو مونږ یې نشو درکولی.

۱۷مشر خدمات

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x