افغانستان کې د «نسوارو» ډير استعمال د خولې او شونډو سرطان زيات کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۴، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې په تېر یو کال کې په نارینه و کې د شونډو او سږو سرطان په پراخه کچه زیات شوی چې اصلي لامل یې د نسوارو او سګریټ زیات استعمال ښودل شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د نسوارو او سګريټ زيات استعمال يو شمېر خلک د سږو، خولې او شونډو پر سرطان اخته کړي دي.

په پلازمینه کابل او د نورو ولایتونو په شاوخوا کې هره ورځ په سلګونو کیلو ګرامه نسوار تولیدیږي چې بې شمېره غټ او واړه کسان پرې روږدي شوي دي، ددې سربېره د بېلا بېلو سګریټو استعمال هم په افغانستان کې په پراخه کچه خپریږي چې د انديښنې وړ دی.

د راپورونو له مخې یوازې د کابل زړه په مشهور «جمهوري» روغتون کې لسګونه ناروغان پر سرطان اخته د تداوۍ لاندې دي چې ددغو ناروغانو اصلي لامل د نسوار او سګریټ زیات استعمال ښودل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې دا ډول سرطان یو له هغو سلو ډولونو څخه دی چې نارینه پرې اخته کیږي، د شونډو او سږو سرطان اوسمهال په افغانستان کې یو له زیاتو سرطانو څخه دی چې له نسوار او سګریټ څخه رامنځته کیږي.

تېر ۲۰۱۸م کال د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې له «۱۰۰۰» څخه زیات نارینه د سګریټ او نسوارو څخه په ګټه اخیستنې د شونډو او سږو پر سرطان اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت وایي که چیرې حکومت د سګریټو او نسوارو د پراختیا په مخنیوي کې جدي ګامونه پورته نه کړي په نږدې راتلونکې کې به د شونډو او سږو سرطان زیات شي چې له کبله به یې ډیر ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د