نیمار یو وار بیا غواړي برسلونا لوبډلې سره یو ځای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د برازیل هېواد تکړه ځوان لوبغاړی نیمار د برسلونا لوبډلې پر پریښودو پښیمانه شوی او اوس کوښښ کوي له هرې لارې خپلې پخوانۍ لوبډلې سره یوځای شي.

نیمار چې په ۲۰۱۷ کې یې برسلونا لوبډله پریښوده او د فرانسوي لوبډلې پاریس سان جرمان سره د «۲۵۰» ملیونه ډالرو په ریکارډ نرخ یوځای شو خو اوس غواړي یو وار بیا دغې لوبډلې ته راستون شي.

څه موده وړاندې نیمار ویلي وو چې نه غواړي د پاریس سان جرمان لوبډلې جامې بیا پر تن کړي «زه به بیا د پاریس لوبډلې جامې پر تن نه کړم، زه غواړم خپلې پخوانۍ لوبډلې ته ولاړ شم کومه چې ما باید پریښي نه وای».

په دې لړ کې د یادې لوبډلې مشر د نوموړي د پلورلو نرخ اعلان کړ او ویلي یې وو «مونږ څوک دلته په پاتې کېدلو نه مجبوروو، نیمار چې چیرته غواړي لاړ دې شي».

د ۲۷ کلن نیمار دغه خبرې ددې لامل شوي چې په راتلونکي پړاو لیګ سیالیو کې به د یادې لوبډلې لخوا نه لوبیږي خو د نوموړي بیه پورته ده چې له کبله یې نورې لوبډلې په اخیستلو کې زړه نشي کولای.

د راپورنو له مخې نیمار یو وار بیا غواړي له خپل پخواني ملګري لیونل میسي سره یو وار بیا په کامپ ناو (د برسلونا لوبډلې کوربه ښار) کې یوځای شي چې ددې په پار یې د برسلونا لوبغاړو څخه په زغرده د بې وفایۍ بښنه هم غوښتې ده.

ویل کیږي چې نیمار د برسلونا لوبغاړو څخه د پیغامونو له لارې په خپل تګ بخښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده چې بیرته راتګ ته اماده دی.

نیمار په برسلونا لوبډله کې د لیونل میسي سره یوځای په زړه پورې سیالۍ ترسره کړي خو په حیرانونکي ډول یې په ۲۰۱۷م کال د ډیرو پيسو په بدل کې ددغې لوبډلې د پریښودلو پریکړه وکړه چې له کبله یې د برسلونا نور لوبغاړي په قهر کړي وو.

اوس برسلونا لوبډله په پام کې لري چې خپل دویم برازیلي لوبغاړی «فیلیپ کواټینو» یا فرانسوی لوبغاړ عثمان ډیمبیلی د نیمار په بدل کې پاریس لوبډلې ته ورکړي او ورسره یو څه نرخ هم وټاکي.

یاده دې وي چې نیمار په ۲۰۱۵م کال کې د برسلونا لوبډلې سره یوځای شو، نوموړي ددې لوبډلې سره ۹۳ ګولونه وهلې دي، خو بالعکس په پاریس لوبډله کې د دوه کالونو په دوره کې یې ۵۱ ګولونه وهلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د