د طالبانو له محاصرې خلاص کړل شوي داعشیان لا هم د حکومت مېلمانه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل):وروسته له هغه چې تېر کال طالبانو د هیواد په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت ډ لې په وړاندې پراخ عملیات پيل کړل، د یادو عملیاتو په پایله کې د هغوی لسګونه غړي ووژل شول او د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د حبیب الرحمن په نوم د یوه ځايي قوماندان تر مشرۍ لاندې کابو ۲۰۰ داعشیان تر کلکې محاصرې لاندې راغلل، دولتي عسکرو د امریکایي هوايي ځواک په ملتیا محاصره داعشیان د طالبانو له منګولو خلاص کړل او په کابل کې یې د ملي امنیت په مېلمستونو کې دېره کړل.

د ماندګار ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو له محاصرې را ایستل شوي داعشیان چې شمېر یې ۱۵۰ تنو ته  رسېږي او د بهرنیو هیوادونو غړي هم پکې شامل دی،  د یو کال په تېرېدو سره لا هم محاکمو ته نه دي ورپېژندل شوي او د ملي امنیت تر څارنې لاندې ساتل کېږي.

د ملي امنیت ادارې هم بي بي سي ته له دوی سره د داعشیانو شتون منلی او په وینا یې، هغوی ددې ادارې تر کلکې څارنې لاندې ساتل کېږي.

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمېسیون هم له نیول شویو داعشیانو سره لیدنې کړې او خوښې يې ښودلې چې هغوی په یوه ښه حالت کې شتون لري، د بشري حقوقو د کمېسیون اجرایي رئیس «موسی محمودي» وايي، د داعش ډلې نیول شوي غړي په ښه حالت کې دي، له هغوی سره ښه چلند کېږي او موږ د هغوی ځینې غوښتنې تر ولسمشرۍ ماڼۍ رسولې.

د حبیب الرحمان تر مشرۍ لاندې نیول شوی داعشیان یوازیني جنګیالي نه دي چې د حکومت په مېلمستونونو کې ساتل کېږي، تر دوی را وروسته هم حکومتي او امریکایي ځواکونو په ګډه د طالبانو له محاصرې څخه ددې ډلې د غړو د خلاصون لپاره زیار ګالی او هغوی یې خوندي ځایونو ته رسولي، همدا څو ورځې په کنړ ولایت کې د داعش محاصره مشران  د امریکایي الوتکو او ځمکني دولتي پرسونل په مرسته له طالبانو وژغورل شول او خوندي ځای ته انتقال شول.

امریکايي او دولتي ځواکونه داسې مهال د داعش ډلې له جنګیالیو سره مرسته کوي چې ګډ حکومت او امریکا په بیا، بیا ادعا کړې چې یاده ډله ددوی لپاره سرخوږی ده او ان کولای شي په امریکا کې هم اهداف په نښه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د