ناټو د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان هڅې «مثبتې» ارزولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل):ناټو وايي، پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې اغېزمنې هڅې کوي او دوی د اسلام اباد دا ګام ستایي.

د ناټو سرمنشي جنرال ینس سټولټنبرګ پورته څرګندونې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره تر لیدنې وروسته وکړې، نوموړي وویل « د پاکستان هڅې د سیمې په ثبات او د افغانستان د سولې په پروسه کې ځانګړی اغېز لري او ناټو هیله لري له اسلام اباد سره په دې برخه کې ګډ کار وکړي».

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې قریشي د افغانستان د سولې په برخه کې د خپل هیواد ژمنیتا یاده کړه او ادعا یې وکړه چې په دې برخه کې رښتینې هڅې کوي.

دواړو مشرانو د افغانستان په موضوع سربېره د منځني ختیځ د ستونزو او د کشمیر په مسئله هم خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي داسې مهال د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان هڅې اغېزمنې بولې چې یاد هیواد دوې ورځې وړاندې د سولې په اړه د افغان سیاسیونو د ناستې کوربه وو.

د پاکستان په مري ښار کې رابلل شوې یاده ناسته کې پاکستاني چارواکو وویل « د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې او د بین الافغاني ډیالوګ د ژر پیل کېدو په موخه یې دا ناسته رابللې».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د