مسکو؛ د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی

رويټرز: حکومت وېره لري، امریکا به یې جګړې ته یوازې پرېږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل):له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «رویټرز» په خپله وروستۍګڼه کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکراتو ته کتنه کړې او د یادو مذاکرتو په پایله کې یې د بهرنیو ځواکونو له احتمالي وتلو څخه  د کابل حکومت د چارواکو ویره یاده کړې.

د مطلب په اساس، په داسې حال کې چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پړاوم مذاکرات د پیل په درشل کې دي، د کابل حکومت یو شمېر چارواکي ویره لري چې، امریکا به ولاړه شي او دوی به د جګړې ډګر ته یوازې پرېږدي.

مطلب زیاتوي « د کابل حکومت چارواکي د طالبانو او امریکا تر منځ له مذاکرتو ویره لري او اندېښمن دي چې امریکا به خپل فوځونه له افغانستان څخه وباسي او دوی به د جګړې په میدان کې یوازې شي».

د ګډ حکومت چارواکي داسې مهال د بهرنیو ځواکونو احتمالي وتلو په ویره کې اچولې، چې د طالب او امریکایي چارواکو تر منځ د اووم پړاو مذاکراتو پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او دواړه لوري د رغوونکو او له توافقاتو سره د مل مذاکراتو هیله ورته لري.

په ورته وخت کې پرته له دې چې د کابل ادارې برخلیک په پام کې ونیول شي، داسې ګمان کېږي، چې امریکا له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو په وتلو توافق ته رسېدلې او په اووم پړاو مذاکراتو کې به یوازې د عسکرو د وتلو په څرنګوالي بحث کېږي.

که څه هم د ګډ حکومت چارواکي د طالب او امریکایي استازو تر منځ د مذاکراتو له جزئیاتو د اګاهۍ دعوی کوي خو په ټوله کې څارونکي باور لري، چې ګډ حکومت په یادو مذاکراتو کې هیڅ مطرح نه دی او د خبرو جزئیات ورته په بشپړ ډول نه دي رسول شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د