حکمتیار: پاکستان او افغانستان د یوه روح دوه وجودونه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وايي، پاکستان او افغانستان دواړه د یوه روح دوه وجودونه دي او افغانستان ددې همسایه هیواد د امنیت په موخه قربانۍ ورکړې.

حکمتیار چې د پاکستان د مشرانو جرګې د غړي او د جماعت اسلامي ګوند مشر «سراج الحق» په بلنه د نوموړي کور ته ورغلی وو وویل « پاکستان او پاکستاني ملت همېشه د افغان مهاجرینو غوره مېلمه پالنه کړې، هغوی ته یې په سختو ورځو کې د همدردۍ لاس ورغځولی او په ځانګړې توګه په دې برخه کې د جماعت اسلامي رول جوت دی».

نوموړي زیاته کړه « نړیوال غواړي په افغانستان کې د جګړې په پیل، د افغانستان منابع ولوټي او ځانونه تودو اوبو ته ورسوي خو؛ افغانستان نه یوازې د خپلې خپلواکۍ لپاره همېشه مبارزه کړې بلکې د خپلو ګاونډیانو د امنیت ساتنې او زادۍ ته یې هم لومړیتوب ورکړی».

د حکمتیار په خبره، اوس یې هم په هیواد کې هره ورځ سلګونه کسان د جګړې قربانې کېږي خو ملګري ملتونه او د بشري حقوقو بنسټونه لا هم ویده دي او په تړاو یې هیڅ غږ نه پورته کوي.

د حزب اسلامي مشر چې له ګډحکومت سره تر معاملې وروسته په لومړي ځل په پاکستان کې راڅرګندېږي، په مري ښار کې د افغان سولې په تړاو د رابلل شوي کنفرانس د ګډونوال په حیث هلته تللی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دافغانانو قاتل، جاهل، غل، وطن پلورنکی، غدار……… د پنجاب تالی څټی حکمتیار بی حکمت، بی غیرت ته. هیڅ وخت دا تور مخی پنجابیان، د انګریزغلامان، د رنډی اولاد، قادیانان د غیرتمنو افغانانو دوستان نسی کیدای. ای حکمتیار بی حکمته، بی غیرته تر څو چی یوافغان هم ژوندی وی، ته، ستا غوندی نور غلامان او ستا باداران به دا ارمان ګور ته یو سی.