
محقق: د اشرف غني د سولې طرحه د انسان وژنې طرحه ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال «محمد محقق» وايي، د سولې لپاره د اشرف غني طرحه د انسان وژنې طرحه ده.
محمد محقق دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ارګ افغان سیاسیونو ته بلنه ورکړه څو د سولې لپاره د حکومت مشر «اشرف غني» طرح وګوري خو؛ محقق وايي، د اشرف غني طرح د نوموړي د پنځه کلنې دورې په څېر د انسان وژنې طرح ده، نوموړی غواړي پنځه کاله نور حکومت وکړي او شپږ سوه زره نور کسان هم ووژني.
محقق زیاتوي، د سولې لپاره د افغان سیاسیونو طرحه د لوستلو ده، په اوربند پیل کېږي او د مؤقتې ادارې په رامنځته کولو او له طالبانو سره یو ځای د ټاکنو په کولو راټولېږي.
محقق چې دوه ځلې یې د مسکو په غونډه کې له طالب استازو سره لیدلي، ادعا کړې چې طالبان د ارګ غوښتنو ته تن نه ورکوي.
د نوموړي په خبره؛ اشرف غني د قدرت او چوکۍ جګړه په مخه کړې او د سولې لپاره هیڅ اراده نه لري.
د اجرائیه ریاست مرستیال داسې مهال ارګ سولې ته په نه ژمنتیا تورنوي چې ګډ حکومت په خپل ټول توان هڅه کوي ځان د سولې داعي وښيي او زیار باسي له طالبانو سره د امریکا په مذاکراتو ور ګډ شي.