د امریکا او ایران تاوتريخوالی؛ ټرمپ پر خامنه يي بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ ويلي، پر  ایران يې نوي بنديزونه لګولي، چې موخه يې تر ډېره د ایران د مذهبي لارښود اية الله علي خامنه يي دفتر دی.

ولسمشر ټرمپ زياته کړې، د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د نسکورولو سربېره نور لاملونه هم شته، چې پر ایران نوي بنديزونه ولګوي.

ټرمپ وايي،  پر ایران به خپلو فشارونو او بنديزونو ته دوام ورکړي او هېڅکله به ایران ته اجازه ور نه کړي، چې اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا  کړي.

  د امریکا ولسمشر پر ایران دا بندیزونه په داسې حال کې لګولي، چې تېره  ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ایران پر ضد د مشورو لپاره سعودي ته تللی او هلته يې له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد محمد بن سلمان سره د ایران پر ضد سلامشورې کړي دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس وايي، د دواړو هېوادونو مشرانو په سيمه کې د سټراټيژيکې همکارۍ په اهميت او اړتيا خبرې کړي دي.

ټاکل شوې، چې مایک پومپيو به تر دې وروسته متحده عربي اماراتو ته هم لاړ شي.

ډونلډ ترمپ په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او شپږو سترو قدرتونو ترمنځ شوی اټومي تړون د امریکا په زيان بللی و او تېر کال په يو اړخيزه توګه له دې تړونه ووت، چې له امله يې د امریکا او ایران ترمنځ د  تاوتريخوالي لړۍ پيل شوه.

دغه تاوتريخوالی نور هم هغه مهال زيات شو، چې څو ورځې وړاندې ایران د امريکا بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه او تور يې لګولی و، چې ياده الوتکه يې د فضايي حريم د سرغړونې له امله نسکوره کړې، خو امریکا د ایران لګول شوي تورونه رد کړي او وايي، چې د دوی الوتکه د ایران له فضايي حريمه بهر هرمز تنګي سره ويشتل شوې ده.

ډونلډ ټرمپ او مايک پومپيو له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، د بندیزونو سربېره له ا یران  سره خبرو ته حاضر دي، خو هېڅکله به ایران ته اجازه ور نه کړي، چې اټومي وسلې جوړې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د