افغانستان

۲۳ کاله وروسته حکمتيار شمشتو کمپ ته تللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): له څو کاله پټ شتون او حکومت سره له سولې ورسته د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتيار د لومړي ځل لپاره د کډوالۍ د وخت مېشت ځای د شمشتو کمپ نصرت مېنې ته تللی دی.

د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد پر مهال ګلبدين حکمتيار په  شمشتو کمپ کې اوسېده، خو نږدې ۲۳ کاله وړاندې چې د خپلمنځي جګړو پر مهال، طالبان راپورته شول، حکمتيار ایران ته کډه شو او د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته نوموړي د خلکو له سترګو پټ ژوند کاو، چې وړم کال يې له ګډ حکومت سره روغه وکړه او کابل ته لاړ.

نوموړی څو ورځې وړاندې د لاهور سولې څېړنيز مرکز په کوربه توب د پاکستان مري سياحتي سيمه کې پر افغان سولې جوړ شوي کنفرانس کې له نورو سیاستوالو سره د ګډون لپاره تللی و، چې نن يو ځل بيا خپل پخواني استوګن ځای ته تللی دی.

حکمتيار د شمشتو په مرکزي جامع مسجد کې يوې ناستې وينا کوي، چې سلګونه کسان ورته راټول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

یاره حکمتیار صاحب هغه کندهاریانو داغامحمد په نوم یوفلم جوړ کړی وو چي وروسته له اغامحمد نه مېږې او روپۍ غلو یو وړل اودی یوازې پاتې شو بیابه یې په لارو اوکوڅوکې نارې وهلې
لاړې مېږې لاړې لاړې روپۍ لاړې
دافغانستان دتېر اواوسني جهاد دواړې ثمرې ستاله ګوتو داسې ووتې لکه داغا محمد مېږې اوروپۍ
پرون دمهاجرواستازي هم په غونډه کې په غوږ داخبره درکېښوده ته به په شمشتو کې که ضمیر لرې تردې بله ښه خبره ونه کړای شې چي ووایې
لاړې مېږې لاړې روپۍ لاړې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x