سروې: ځینو عربي هیوادونو کې د بي دینۍ کچه لوړه شوې.

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د بارومتر العربي په نوم د یوې تحقیقاتي مؤسسې لخوا د ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې په تیرو شپږو کلونو کې په ځینو عربي هیوادونو کې د بي دینۍ( الحاد) کچه لوړه شوې ده.

یادې مؤسسې ویلي چې په دې څیړنه کې یې د ۱۱ عربي هیوادونو تر  ۲۵ زره زیات خلک پوښتلي او د کډوالۍ، دین، د ښځو حقوق، سیاسي رهبرۍ، همجنسګرایي او نورو مسائلو په اړه یې د هغوی نظر اخیستی.

د دې څیړنې د پایلو له مخې  تونس، لیبیا، مصر، الجزائر او مراکش هغه هیوادونه دي چې په تیرو شپږو کلونو کې د بي دینۍ کچه په کې دوه برابره زیاته شوې ده. د مصر، الجزائر، لبنان او مراکش  ٪10 خلکو ویلي چې هیڅ دین ته اعتقاد نلري. په لیبیا کې دغه شمیره تر 20% اوړي او په تونس کې 30% ته رسیږي.

د سروې له مخې په فلسطین، اردن او عراق هیوادونو کې د بې دینۍ کچې د پام وړ زیادت نه دی کړی، یمن بیا هغه یوازینی عربي هیواد دی چې په تیرو شپږو کلونو کې د بی دینۍ کچه په کې کمه شوې او له 12% څخه 6% ته رالویدلې ده.

دغه سروې چې کره توب یې تر شک لاندې دی، په ټوله کې د ( الحاد) له هغه ستر خطر څخه پرده پورته کوي چې همدا اوس اسلامي اولسونه ورسره مخامخ دي. الحاد یا بي دیني چې په وروستیو پیړیو کې یې په تدریج سره وده کړې اوس په نړۍ کې له عیسویت او اسلام وروسته دریم ډیر نفوذ لرونکی فکر بلل کیږي چې ډیر پیروان لري.

د بهرنیو ځواکونو له راتګ وروسته په افغانستان کې هم د الحاد خپرولو ګنګوسې زیاتي شوي دي او هڅه کیږي چې افغان ځوانان د دین په اړه شکمن کړي. د بي دینۍ خپرولو یوه عمده طریقه د دیني شعائرو سپکاوی او په مختلفو طریقو یې خلکو ته سپک او بې اهمیته ښودل دي. د کتونکو په باور که د دا ډول کړنو مخه ونه نیول شي او افغان ځوانان د بې دینۍ خطر ته متوجه نکړای شي نو د کمونیستي الحاد په شان یو ځل بیا د ځوانانو د ګمراهۍ تجربه تکراریدلای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

ویل کیژی چی ودان افغانستان یو هغه گوندونو خخه دی چی بعضی غری یی سیکولر فکره دی.
هغه ورونه چی ددی گوند یا ددیته ورته گوندونو په اروند موثق معلومات لری هیله ده یو تفصیلی لیکنه پری وکری.