روحاني: د امریکا نوو بندیزونو د ټرمپ د مذاکراتو وړانديز درواغ ثابت کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني د امريکا نوي بنديزونه د ټول ایراني ولس پر ضد دښمني بللې او زياته کړې يې ده، چې دغه بنديزونه د دې ښکارندويي کوي، چې امریکا له ایران سره د مذاکراتو په وړانديز کې رښتينې نه ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، د بنديزو سربېره هم له ایران سره د مذاکراتو لپاره دروازې پرانيستې دي.

روحاني وايي، د هر تېري پر وړاندې به توند غبرګون وښيي او خپل ځمکني او هوايي حريمونه يې د ایران لپاره سرې کرښې بللي دي.

د ایران ولسمشر زياته کړه، چې هېواد يې ستراتيژيک صبر څخه کار اخلي، خو دا بايد روښانه وي، چې تهران له هېچا وېره نه لري او د ایران هوايي ځواک د امریکا بې پيلوټه څارګره الوتکه د څو دقيقو په ترڅ کې نسکوره کړه، چې د ایران له فضايي حريم څخه يې سرغړونه وکړه.

د روحاني په باور د ایران پر مذهبي لارښود اية الله علي خامنه يي د امریکا بنديزونه اغېز نه کوي؛ ځکه چې هغه له هېواده بهر هېڅ پانګه او بانکي حساب نه لري او د بهرنيو چارو پر وزير جواد ظريف د امریکا بندیزونه د دې نښه ده، چې د ټرمپ اداره له ایران سره په خبرو کې رښتينې نه ده.

د حسن روحاني له څرګندونو لږه شېبه مخکې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په تهران کې رسنيو ته وويل، د امریکا بنديزونه په دې معنا دي، چې د ديپلوماسۍ او روغې جوړې لارې د تل لپاره وتړل شوې او امریکا يې نهيلې او کمزورې بللې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د