اتمر: اوسنی نظام د سولې دښمن دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «حنیف اتمر» وايي، د اشرف غني تر مشرۍ لاندې اوسنی نظام په نامشروعیت سربېره ظالم او  د سولې دښمن هم دی .

اتمر چې د کابل په غازي سټوډیوم کې یې د حکومت په ضد راټولو شویو کسانو ته وینا  اوروله وویل « د حکومت د کار دوام غیر مشروع او اساسي قانون ته سپکاوی دی، که چېرې ولسمشریزې ټاکنې د همدې غیر مشروع ادارې په موجودیت کې ترسره شي، د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر به پراخ تقلب او فساد پکې رامنځته شي او هیڅ شونې نه ده د یو نامشروع نظام تر چتر لاندې دې مشروع ټاکنې ترسره شي».

اتمر زیاته کړه « موږ کله هم ددې غیر مشروع او ظالمې ادارې تر واک لاندې ټاکنې نه منو، اوسنی حکومت نه یوازې غیر مشروع دی بلکې له افغانانو هغه حقوق هم اخلي چې اساسي قانون ورکړي او نه پرېږدي خلګ د افغانستان دننه په پراخه توګه سوله ئیز لاریونونه ترسره کړي».

د اتمر په خبره، حکومت د سولې دښمن او د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ تر ټولو ستر لامل دی، داسې قوم هیڅ نه پیدا کېږي چې په دې دوره کې یې دې د حکومت د غلطو پالیسیو له امله زیان نه وي لیدلی.

اتمر همدا راز تور پورې کړ چې حکومت له بیت المال ناوړه استفاده کوي او چور چپاول یې ګډ کړی.

دا یوازې اتمر نه دی چې ګډ حکومت د سولې په دښمنۍ تورنوي، د اوسني حکومت ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي او سیاسي فعالان هم په ورته نظر دي او ډېری وخت د تلویزونونو په مخ اعتراف ترې کېږي چې اوسنی حکومت د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د