حکمتیار: شمشتو د افغان جهاد مدینه منوره ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو  رابلل شوې ناسته کې تر ګډون وروسته په پېښور ښارکې د افغان مهاجرینو پنډغالي او خپل پخواني هستوګنځای « شمشتو» کېمپ ته تللی او هلته یې د نصرت مېنې په مرکزي جامع جومات کې خپلو پلویانو ته د افغانستان په روانو حالاتو هر اړخیزه وینا کړې.

له سیمې څخه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل « حکمتیار شمشتو کېمپ د دې دور د جهاد مدینه منوره یاد کړ او څرګنده یې کړه ، لکه څنګه چې پخوا مدینه منوره د جهاد مرکز پاتې شوې، شمشتو هم د روان جهاد مهم مرکز بلل کېدای شي».

حکمتیار زیاته کړه « په افغانستان کې رامنځته کېدونکی حکومت باید له بهره تپل شوی نه وي، له امریکایانو  سره دې یوازې د هغوی د وتلو په موضوع خبرې وشي او کورني مسایل باید افغانان په خپل منځ کې حل کړي».

د حکمتیار  په وینا؛ له طالبانو هیله لري څو راشي او د راتلونکې حکومت برخلیک له دوی سره په ګډه وټاکي « له طالبانو او ټولو احزابو نه مو غوښتنه داده چې راشئ راټول شو او بهرنیاتو ته ووایو تاسو ووزئ او بیا د ولس په غوښتنه حکومت جوړ کړو».

حکمتیار داسې مهال له طالبانو د بهرنیو ځواکونو د ایستلو هیله لري، چې نوموړی د غرب او په ځانګړي ډول د امریکا له مرستو د خړوبېدونکي حکومت ولسمشرۍ ته نوماند دی او د رایو ګټلو تمه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

پیغمبر ص هغه محبوب شخصیت وه چی د مدینه منوری څخه جهاد پیل کڔو او په ضرف د 23 کلو کی ټوله جهان ته یی اسلام ور خپور کڔو او لوی فتوحات یی په برخه شوو ولی گلبدین بیا بر عکس د پوهنتون څخه د تش په نامه اسلامی نهضت پیل کڔو او په نتیجه کی بعد د 45 کلو تباهیو او بربادیو څخه د لغمان د یوه غار څخه را ووتلو او دهری اتمر ته یی خپل د تسلیمی قول ورکڔو. اتمر هغه غربی ځپلی کمونست دی چی هم افغانستان یی پر روسانو باندی خرڅ کڔی او هم د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

یوه بلا بلی ته وایی چی کوښ. راویښیه هغه چی د پردیو د لاس آله ندی؟ کچیری طالباب ته پاک او سوچه وایی نو دا د جنګ ماشین په څه ځرخي؟ ټول د الله ورک او تباه کړی چی ملت ورڅخه نور خلاص شی.