د جرمي شبکې مشر عبدالحمید خراساني ونیول شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یوې جرمي شبکې مشر عبدالحمید خراساني نېولی دی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وایي چې حمید خراساني نن سه شنبه له غرمې وړاندې د ۲۲۲ قطعې له خوا هغه مهال ونېول شو چې غوښتل يې په ننني لاريون کې اخ و ډب رامنځته او عامه امن او نظم ګډوډ کړي.

خبرپاڼ زیاتوي چې خراساني د کورنیو چارو وزارت د لوړو جرمي شبکو د مجرمینو په نوملړ کې شامل کې و، چې له دې مخکې څو ځلې له پولیسو سره نښتی و او د قانون له منګلو په تېښته بریالی شوی و.

د خبرپاڼې له مخې خراساني له سوداګرو، تېل پلورونکو او هټیوالو باج اخیسته او د انسان تښتونې، وژنې، شکونې، لار نیونې او زورواکۍ په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت همدا راز ادعا کړې چې عبدالحمید خراساني غیرمسووله وسله وال کسان درلودل، چې د وږي میاشتې د عزادارۍ کاروان په پلمه یې د نشه يي توکو په لېږد کې هم لاس درلود.

د یادونې وړ ده چې حمیدخراساني څه موده وړاندې هم د پولیسو له خوا محاصره شوې و چې وروسته وتښتیدلو. هغه یو ځل د مجاهدینو د دورې بیرغ د سوځیدو په غبرګون کې افغانستان بیرغ سوځولې و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د