ولسي جرګې دوهم دور ټاکنې؛ یو نوماند هم ۵۰+۱ رایې پوره نه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ ۱۳۹۸): د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د دوهم دور په ټاکنو کې هیڅ یو کاندید ۵۰+۱ رایې ونه ګټلې.

د ولسي جرګې د ریاست دوهم دور ټاکنې نن سه شنبه د عبدالشکور واقف حکیمي، جاوید جیحون او میرافغان صافي تر منځ ترسره شوې.

په نننۍ ټاکنو کې واقف حکیمي ۳۵، جاوید جیحون ۷۳ او میراقا صافي ۷۷ د تایید رایې ویوړې.

۱۰ رایې سپینې او ۴۲ رایې باطلې وې.

د ولسي جرګې نننی نصاب ۲۳۷ و چې د ریاست څوکۍ ګټلو لپاره ۱۱۹ رایو ته اړتیا وه.

د ولسي جرګې موقت رییس ملک قیس نوراغا د نننۍ پایلو د اعلان پر مهال وویل چې د دریو کاندیدانو له منځه به د دوه مخکښو کاندیدانو جاوید جیحون او میراقا صافي تر منځ بیا ټاکنې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د دوهم دور ټاکنې د رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ تر ۴۰ ورځو جنجالونو څخه وروسته ترسره شوې.

د رحماني یوه جنجالي رایې تایید یا رد ته پرون بیا ټاکنې ترسره شوې چې ۹۰ کاندیدانو د رایې په تایید او ۱۲۰ یې په رد کې خپلې رایې وکارولې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د