هغه جعلي ړوند چې اته کاله یې له حکومت په چل پیسې اخیستي ونیول شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په سویلي کوریا هېواد کې یوه کس د ۸ کالو لپاره د خپل ځان جعلي ړوند په حیث ښودلو له حکومت څخه مالي امتیازات اخیستل چې وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.

دغه کس هغه مهال د پولیسو لخوا ونیول شو چې د کور همسایه یې د موټر چلولو پرمهال ولید، له هغې وروسته یې جعلي ړندیتوب بربنډ شو او د پولیسو لخوا ونیول شو.

د سویلي کوریا په سیول ښار کې د بوسان ییونجي پولیسو په وینا یې یو داسې شخص نیولی چې عمر یې په ۴۰ کلنۍ شاوخوا کې دی او تر اته کالو یې د حکومت پرمخ د جعلي ړوند ډرامه کوله، د معلولینو په لیست کې یې له حکومت څخه مالي امتیازات په قانوني لارو اخیستل.

دغه کس د ځايي روغتون څخه د جعلي ړوند تصدیق شوي اسناد هم اخیستي وو چې په کې یې خپل ځان د لوړې درجې ړوند ښودلی و، نوموړي له ۲۰۱۰م څخه تر اګست ۲۰۱۸م پورې له حکومت څخه د مالي امتیاز په ډول بې شمېره پيسې اخیستې دي.

د سویلي کوریا د فساد ضد او بشري حقونو کمیسون د راپور له مخې دغه کس د خپل کور همسایه لخوا په موټر چلولو لیدل شوی و چې له هغې وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړی او له پلټنو وروسته نیول شوی دی چې اوسمهال په بند کې پروت دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د