فراه: یوه بزګر ټولې هندوانې په عمومي لاره وغورځولې – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په فراه ولایت کې یو بزګر د بشپړ کال هڅو او زیار په پایله کې راټولې کړې هندوانې په عمومي لاره د موټر ټایرونو ته غورځولې.

نوموړي دا پریکړه وروسته له هغه وکړه کله چې ونه توانېد، د هندوانو کیلو حتی په یوه افغانۍ وپلوري.

دا یوازې د فراه کروندګر نه دي چې د ټول کار زیار په پایله کې لاسته راوړی فصل یې تر سترګو لاندې ورستېږي او بازار ورته موندلای نشي، د افغانستان ګڼ شمېر زراعتي ولایتونه له دې ستونزې سره مخ دي.

ګډ حکومت که څه هم په دې وروستیو کې د هوایي دهلیزونو پرانستنې ته کار ویلی خو؛ د افغان بزګرانو هیڅ درد ورسره دوا شوی نه دی.

د افغان کروندګرو په هڅو لاسته راغلی فصل داسې مهال د هغوی مخکې له کاره لوېږي چې، بازار ته په ستره پیمانه بهرني مواد را الېږل کېږي او ښه بیه هم لري خو د خپل وطن د غوره کیفیت لرونکو موادو پرده هم څوک نه پورته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سخی ګل
میلمه
سخی ګل

اشرف وهوایی دهلیز ده ورته جوروی