امنیت شورا: امریکا او ایران دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امریکا او ایران ترمنځ په روان تاوتريخوالي اندېښنه ښکاره کړې او  ټينګار يې کړی، چې دواړه هېوادونه دې  خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل و فصل کړي.

امریکا له ایران سره د روان تاوتريخوالي  په اړه د امنيت شورا بېړنۍ غونډه رابللې، په دغه ناسته کې عمان خليج ته څېرمه د تېلو پر لېږدوونکو بېړيو د برید غندنه شوې او امریکا د دغه برید پړه پر ایران اچولې ده.

ایران د امریکايي چارواکو تورونه رد کړي او دا يې بې اساسه بللي دي.

د امنيت شورا دغه ناسته د تړلو دروازو تر شا د امریکا په غوښتنه رابلل شوې وه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پيدا شوي تاوتريخوالي په اړه ګامونه پورته کړي.

د ایران سفير ويلي، امريکايي چارواکي پر ایران بندیزونه لګوي او ګواښونه کوي، نو په داسې حالت کې څنګه مذاکرات ممکن د ي؟

امنيت شورا دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتريخوالی په زیاتېدو دی او تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر مذهبي لارښود ايةالله علي خامنه يي بندیزونه ولګول.

د امریکا د ماليې وزارت ويلي، چې له خامنه يي وروسته د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف باندې هم د بنديزونو لګولو پلان لري.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند عباس موسوي رسنيو ته وويل، د امریکا بنديزونه په دې معنا دي، چې د ديپلوماسۍ او روغې جوړې لارې د تل لپاره وتړل شوې او امریکا يې نهيلې او کمزورې بللې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د