«هند څخه له ماتې وروسته مې د ځان وژنې فکر کاوه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې مشر روزونکی مکي ارتر وایي په نړیوال جام کې د هند لوبډلې څخه له ماتې وروسته تر سخت ذهني فشار لاندې وم چې د ځان وژنې په اړه مې فکر کاوه.

وړمه ورځ د سویلي افریقا لوبډلې څخه له سیالۍ وروسته مکي ارتر د رسنیو پرمخ د کانفرنس پرمهال وویل چې «د استرالیا پر وړاندې سیالۍ زمونږ لپاره مهمه وه خو په هغې کې له ماتې وروسته او بیا په ځانګړي ډول د هند لوبډلې څخه له ماتې وروسته تر سخت ذهني فشار لاندې وم، آن چې د ځان وژنې په اړه مې فکر کاوه».

مکي آرتر زیاتوي چې د عامو خلکو سختې نیوکې او د رسنیو پرمخ د سختو پوښتنو ځوابول زما لپاره یو ستونزمن کار و، لوبغاړي هم د څو ورځو لپاره ویده شوي نه وو.

نوموړي زیاته کړه چې زما لپاره دا یوه ستونزمنه اوونۍ وه خو سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو او نیمه پایلوبې ته د لار موندلو چانسونو یو څه ذهني ارامتیا ورکړې ده.

له بل پلوه د پاکستان لوبډلې د رسنیو مدیر رضا راشد ویلي چې مکي آرتر د خبرو پرمهال د ځان وژنې جمله د محاورې په بڼه استعمال کړې چې هیڅ عملي حقیقت نه لري.

د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ د روانې جون میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شوه چې په کې هند لوبډلې پاکستان ته د ۸۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

یاده دې وي چې هند کرېکټ لوبډلې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې تر دې دمه په نړیوال جام کې ۷ سیالۍ ترسره کړي چې ټولې هند لوبډلې ګټلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د