د غني مخالف لاريونوال: نامشروع حکومت رڼې ټاکنې نه شي کولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني سياسي مخالفينو او د ولسمشريزو ټاکنو يو شمېر نوماندانو نن د کابل ښار په غازي سټيډيوم کې خپل سلګونه پلويان راټول کړي وو او اوسنی حکومت يې نامشروع او  د اساسي قانون خلاف وباله.

د غونډې ګډونوالو وويل، د اشرف غني په مشرۍ روان حکومت نامشروع دی او داسې يو نامشروع حکومت هېڅکله رڼې او بې پرې ټاکنې نه شي ترسره کولی.

د ولسمشريزو ټاکنو کانديد او د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر دغې مظاهرې ته په وينا کې د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او ټينګار يې کړی، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې بايد د ټولمنلي سرپرست حکومت تر مشرۍ لاندې ترسره شي.

 د مظاهرې ويناوالو وويل، د تېرې جوزا له پيله د ولسمشر غني د واک موده پای ته رسېدلې، د هغه حکومت يې ناقانونه بللی او ټينګار یې کړی، چې د رڼو او مشروعو ټاکنو لپاره بايد بې پرې سرپرست حکومت رامنځته شي.

په دغه حکومت ضد مظاهره کې د حنيف اتمر او د هغه د ټاکنيز ټيم سربېره نورو نوماندانو نورالحق علومي، شهاب حکيمي، ابراهيم الکوزي او عنايت الله حفیظ له خپلو پلويانو سره ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو تور ولګاو، چې ولسمشر غني د ټاکنو کميسيون په چارو کې مداخله کوي.

خو حکومت د نوماندانو دغه ناسته او څرګندونې رد کړي او له خپل وخت مخکې يې ټاکنيزکمپاین بللی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د