اشرف غني په دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني له پاکستان سره د اړيکو نوي باب د پرانيستو په موخه يو ځل بيا په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او پاکستاني چارواکو ويلي، اشرف غني به د جون په ۲۸مه اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له ملکي او پوځي چارواکو سره پر سولې او دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

اشرف غني څو ځله پاکستان ته د ورتګ بلنه رد کړې وه، خو تېره مياشت د پاکستان صدراعظم عمران خان د ټيليفوني اړيکې پر مهال نوموړي ته بلنه ورکړې وه، چې پاکستان ته ورشي او ده ورسره منلې وه.

د پاکستاني رسنيو په وينا اشرف غني به د جمعې لمونځ د پنجاب ایالت په مرکز د لاهور ښار په شاهي جومات کې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه اسلام اباد ته د غني د سفر جزيات او اجنډا نه ده روښانه کړې، خو په تېرو وختونو کې، چې د ګډ حکومت مشر اسلام اباد سره کومه راشه درشه او اړيکې درلودې، تر ټولو اساسي ټکی يې د طالبانو دښمني او د پاکستان په واسطه طالبان د سولې خبرو ته حاضرول و.

د اشرف غني له سفر څو ورځې مخکې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او بيا ورپسې د بهرنيو چارو وزارت د مرستیال ادریس زمان په مشرۍ دوه جلا جلا پلاوي اسلام اباد ته تللي وو.

د ګډ حکومت چارواکي له اسلام اباد سره د اړيکو نوي باب ته خوشبينه دي، خو د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې دا اړيکې به هم له څو ورځو وروسته بېرته سړې او بېرته په بد ګومانۍ بدلې شي.

د کارپوهانو په وينا اسلام اباد ته د غني د سفر يوه موخه په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د اسلام اباد ملاتړ راجلبول دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د