
ناټو: ټول متحدین د افغانستان د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي« ینس سټولټنبرګ» وایي، ددې سازمان ټول متحدین د خلیلزاد په مشرۍ د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي او د افغان سولې بحث به د راتلونکي کنفرانس تر ټولو مهمه موضوع به تشکیلوي.
سټولټنبرګ چې د ناټو سازمان په مقر کې یې د سبا ورځنۍ ناستې په تړاو خبرې کولې وویل « د ناټو سازمان ټول متحدین د افغانستان د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي او په داسې یو حالت کې چې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت نازک دی ، ناټو د سولې لپاره یو فرصت ویني او باید چې ګټه ترې واخستل شي».
سټولټنبرګ زیاته کړه « د ناټو ټول متحدین د امریکا په مشرۍ یوه سیاسي حل ته د رسېدلو ملاتړ کوي او له افغان ځواکونو سره زموږ مرسته په همدې موخه ده څو د سولې لپاره شرایط برابر شي».
د سټولټنبرګ په خبره؛ د ناټو ټول متحدین د سولې له روانو خبرو اګاه ساتل شوی او زلمی خلیلزاد څو ځله دلته د مشورې په موخه راغلی، د افغان سولې موضوع به زموږ د سبا ورځنۍ غونډې یوه مهمه برخه تشکیلوي.
ینس په افغانستان کې د طالبانو زیاتېدونکي واک ته په اشارې ادعا وکړه چې دوی کله هم د جګړې ډګر نشي ګټلای او باید له یوه سوله ئیز او سیاسي حل لارې رامخکې شي.
ناټو داسې مهال په بیا، بیا د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلانوي چې ځیني شنونکو نظر درلود ، چې شاید د سولې روانې خبرې یوازې د امریکا په خوښه وي او د یاد هیواد متحدین ورسره مخالف واوسي.
دا خوار غریب کی خیرات غواړی ، بدی نه شکاری ټول پوهیږی چه غریب دی څه نه لری مګر د ناټو په شان نیمه ماړه چه د امریکا خیرات ته ناست وی ، چاپلوسی او غلامی یی کوی ډیر د شرم او بی غیرتی خبره ده . ناتو د امریکا اربکی یا داعشی ملیشی دی چیری چه یی کاروی دوی ورته (نه) نه شی ویلای . امریکا د منځنی ختیز او مرکزی اسیا د تسخیر د پاره ( چه د مرکزی اسیا له تیلو ، ګیس او معدنیاتو او منځنی ختیز کی به د اسراییلو د پاره بله اضلاع متحده… نور لوستل »