پمپیو: د ځواکونو ایستلو ته تیار یو او تر ټاکنو وړاندې سولې ته رسېدل مو هدف دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په یوه نا اعلان شوي سفر نن «سه شنبه» کابل ته راورسېد.

طلوع نیوز د «پمپیو» له قوله لیکلي « امریکا تیاره ده خپل ټولو ځواکونه د سولې تر موافقې وروسته له افغانستان څخه وباسي خو طالبانو ته لا هم تر دې دمه د فوځیانو د ایستلو دقیق وخت نه دی ښودل شوی».

نوموړي زیاته کړه « موږ هیله لرو د ټاکنو تر پیل وړاندې د سولې یوې موافقې ته ورسېږو او یو سوله ئیز افغانستان ووینو».

د پمپیو په قول،  نوموړي د ګډ حکومت له مشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدلي اوټولو ژمنه کړې چې سولې او له افغانستان څخه د تروریزم ختمولو ته به تربل  هر څه لومړیتوب ورکوي.

پمپیو همدا راز ادعا وکړه چې متحده ایالات افغانستان نه هېروي او له طالبانو سره د مذاکراتو په دوران کې د بین الافغاني مذکراتو لپاره زمینه برابروي « د بین الافغاني مذاکراتو موخه داده څو ټول افغانان یوې هر اړخېزې سولې ته د رسېدو په موخه په یوه طرحه راټول شي».

نوموړي په دې سفر کې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل په موخه د جرمني هیواد هڅې وستایلې او یاده یې کړه « له قطر سره په ګډه د افغان سولې لپاره د جرمني ژمنتیا د ستایلو ده چې تمه ده راتلونکې میاشت د بین الافغاني مذاکراتو د یوې غونډې په دایرولو نوره هم څرګنده شي، افغانان باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او هر څومره ژر چې شونې وي خپلمنځي مذاکرات پیل کړي».

پمپيو د سولې په برخه کې د پاکستان هڅو ته خوشبین ایسېده او په خبره یې، اسلام اباد په دې برخه کې ځانګړی رول لري او موږ یې عملي کېدو او ګډ کار ته په تمه یو.

د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د اووم پړاو مذاکراتو د پیل په درشل کې د خپلو عسکرو ایستلو ته امادګي ښيي، تر دې وړاندې هم د طالبانو د قطر دفتر ویاند یاده کړې وه، له امریکایي لوري سره د فوځيانو په ایستلو پریکړې ته رسېدلی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ښکېل د ناټو سازمان هم له افغانستان څخه پښو سپکولو ته شېبې شمېري او وایي،  له امریکا سره ګډ راغلي او ټول به ورسره یو ځای افغانستان پرېږدي.

نړیوال ځواکونه داسې مهال له له افغانستان څخه د خپلو عسکر د احتمالي ایستلو پریکړه اعلانوي، چې د سولې په خبرو کې د کابل حکومت برخلیک لا هم څرګند نه دی او لا هم ښکاره  نه ده، د کابل اداره به څه ډول د بهرنیانو له شتون پرته خپلې لړزېدلې ستنې ولاړې ساتي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

له یوی خوا دوی د افغانستان غلامی اداری ته خپلواکه اداره او د ټاکنو او بیان ازادی او داسی نور د دموکراسی ناولتیا لغات او جملات کاروی. له بلی خوا په خپلو عملی کړنو کی د هغوی ازادی صلب او هغوی تر غلامانو هم ښکته یا اسفل سافلین ( تر ښکتو ښکته ) تری جوړوی . خپلواکو هیوادو ته چه د نورو هیوادو مشران یا کشران ورځی مخکی له مخکی ورسره نظریات شریک شوی، ویزی ورکړی شوی او بیا په هغه ځانګړی ورځ ، وخت او ځآی کی ورته د کوربه هیواد ځانګړی مشران انتظار باسی او هغوی ورسره بدرګه… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

الحمد لله امریکایان به دقدرت په نشه کې غرق وو کله به یی ویل تر دوزره پنځوس پورې به دلته یو کله به یی ویل ۲۰۰ کاله پاته کیږو بی ننګه بی ضمیره بی غیرته بې ایمانه غلامانو به یې هم داډنډورې غږه ولې خودملت اتلو زامنو ځانونه لولپه کړل اوامریکایانوته یې دسرپه کاسه کې اوبه ورکړې اوس چي خارجه وزیراعلان کوي چي ځو نو داښه خبر ده اوان شاء الله نورې به مودخپلواکۍ مړاوې هیلې ګل شي

غلامانو که امریکایان درنه ولاړ اوتاسویې دملت غچ ته پرېښودۍ نو هغه دکوچیانو په اصطلاح ((خر خندی به وي))بیاخونو ولله که ولاړشۍ

اجمل
میلمه
اجمل

که غچ اخیستلو پسی ګرځی نو په والله که هم په نورو سلو کالو کی دا جنګ ختم شی. طالبان هم هغه پخوانی محبوبیت نلری چی د امارت په وخت کی یی درلود. اوس داسی ښار نشته چی هلته طالب صیب انتحار نوی کړای. خلګ اوس له حکومت او طالب دواړو نه سر ټکوي. ګوړه ګوړه یاده وه خلو به دی شرینه وی.

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دافغانستان داشغال په صورت کی(دامریکادفوج په موجودیت کی)انتخابات داسی معنی لری چه ددوی دخوښی غولام حکومت لکه دکرزی اواشرفغنی انتخابوی بیا دوی فوج باسی داداشغال دختمیدوپه معناندی داهغه داشغال ددوهم صورت معنا لری لکه انګریزانوچه هنداوپاکستان د(کامنویټ)ترنامه لاندی ساتلی دی اوس هم ټول پلانونه اوحکومتونه دانګریزانوپه خوښه جوړیږی اوفارلمانونه یی دایګریزانودخوښی غله اوددوی پرامرچلیږی په ۷۱کاله کی داسلام پرنامه جوړ سوی ملک داسلام نمونه نسته کی هغه دانګریزانوقانون ،کال،رخصتی کی چلیږی. الله په قرآنکریم کی فرمایی:څوک چه فیصله ونکی په هغه څه چه مانازل کړی دی همدغه خلک کافران دی،زماپه نظرامریکاپه صلح فوج نباسی بیله جهاده لکه چه دروس فوج… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

وروتو کله چی مونژ پدی باتدی اعتراف کرو چی جگڔه پر مونژ تپل شوی ده او دا اعتراف د گبدین څخه نیولی تر سیاف وهابی او د نجیب حکومت به هم دغه خبره کوله چی جگڔه پر مونژ تپل شوی ده نو سوله به هم اوس پر مونژ تپل کیږی یعنی هغه سوله چی د نورو په خوښه وی. گلبدین په خپله کابل ته راغلی او که چا راوستلی دی؟. نو زما سوال دادی چی مونژ ته به څوک سوله راوڔی او هغه سوله چی دنورو پر شرلیطو باندی برابر وی. لبیا ارامه ملک وه او قذافی غوښتلی چی د… نور لوستل »