افغانستان

ارګ او د امریکا سفیر د خبریالانو د ملاتړ غږ پورته کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): ارګ او په کابل کې د امریکا سفیر وایي، د بیان ازادي د اتلس کلنو لاسته راوړنو له ډلې څخه ده او په هیڅ بیه باید له لاسه ورنکړل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او امریکايي سفیر وروسته له هغه د خبریالانو خوندیتوب او ملاتړ ته ټټر وهي  چې تېره ورځ طالبانو ګواښ وکړ نور هغه رسنۍ ورته د زغم وړ نه دي، چې د تجارتي اعلاناتو تر نامه لاندې ددې ډلې په وړاندې سپکه ژبه کاروي او خلګ د طالبانو په ضد راپاڅولو ته هڅوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د بیان ازادي د افغانستان د دولت او ملت له لاسته راوړنو څخه ده، چې په زیاتو قربانیو ترلاسه شوې. د ملي یووالي حکومت په مسوولانه اقداماتو تل هڅه کړې چې د دې ارزښت ساتنه وکړي او د ودې زمینه یې برابر کړي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « حکومت د ” حکومت او رسنیو ګډې کمېټې” جوړولو او دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب د طرزالعمل د تصویب له لارې د خبریالانو، د رسنیزو دفترونو او رسنیزو فعالیتونو د امنیت د تامین لپاره خپلې ټولې هڅې کړي او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي».

په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو سفیر «جان بس» په خپل ټویټر باندې د رسنیو ننګه کړې، نوموړي لیکلي «  رسنۍ په افغانستان کې د اتلس کلنو لاسته راوړنو له ډلې څخه دي او نړیوالو ته ډېر قدر لري، موږ له طالبانو غواړو څو په دې تړاو کړې پریکړه بیرته واخلي».

بس زیاتوي « خبریالي جرم نه دی او د عامو وګړو او خبریالانو په وړاندې  د تشدد پراخول سوله او امنیت نه راوړي او نه هم طالبان له دې لارې خپلو موخو ته رسېدلای شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

طالبان هم دا وایی چه رسنۍ باید د بیان ازادی ولری او هر څه هماغسی چه دی کما حقه هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه کړی تر څو هیوادوالو او نړیوالو ته ملامت او سلامت په ډاګه شی. مګر په اروپا ، امریکا او د افغانستان په شان د دوی له خوا اشغال شوو هیوادو کی رسنۍ او خبریالان هماغه وایی چه د کابل د غلامانو او بادارانو له خوا ورته د ویلو دستور ورکړی شوی ، بی دفاع او بی ګناه ولس وژلو کی ټول اړخونه لږوډیر لاس او پشی لری ، مګر د کابل غلامان او باداران دهغو… نور لوستل »

اجمل

کومی د طالبانو خپرونی دا راپور خپور کړ چی پر له پسی د طالب زندانونه مات شول؟ هر یو دا کوښښ کوی او غواړی چی هر څه په خپله نفعه ووایی که طالب دی که حکومت. ملت له ټولونه متنفره دی ځکه دواړو خواوو د خپل وس او توان په اندازه ظلم وکړ او بی ګناه خلګ یی شهیدان کړل. تاسو د طالبان ویډیوګانی لیدلی چی د کندز پر لاره کسان له موټره کښته کوی او ټول وژنی. همداسی لاسپوڅی حکومت، خو تر اوسه ما د حکومت دسته جمعی وژنه نده لیدلی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x